کور پاڼه / خبرونه / له پاکستان دې د هر وژل شوي افغان او امریکايي حساب واخیستل شي
ra

له پاکستان دې د هر وژل شوي افغان او امریکايي حساب واخیستل شي

د کندهار امنیه قوماندان وايي، حکومت دې له اساسي قانون څخه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه کار نه اخلي. نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو مراسمو ته وکړې.

جنرال عبدالرازق وویل، د افغانستان اساسي قانون د ډېرو قربانیو په پایله کې جوړ شوی او په تمامه معنا له اسلامي شریعت سره سمون لري. خو هغه وویل چې تل له اساسي قانون څخه په یوه او بله ناسمه ګټه اخیستل شوې ده.

نوموړي وویل، دا سمه ده چې په اساسي قانون کې به ځینې ستونزې وي، خو وسله وال طالبان کولی شي د خبرو مېز ته را وړاندې شي او په دې اړه خبرې پیل کړي. هغه د حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې قانون د ټولو لپاره یو دی، موخه دا ده چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره کار وکړو، نه دا چې د یوه او بل په مقابل کې یې د خپلې شخصي وسیلې په توګه وکاروو.

هغه د پاکستان پر وړاندې د امریکا د نوې پالیسۍ ننګه هم کړې ده او په وینا یې له پاکستان باید د هر هغه افغان او امریکايي سرتېري د وژل کېدو پوښتنه وشي، چې ددوی له خاورې را اوښتو ترهګرو وژلی دی.

دا هم وګورئ

IMG_7704

کندوز: د څه باندې ۳۲ میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د برښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

نن په کندوز کې د ولایت رهبري او دبرښنا عمومي ریاست د رئیس انجنیر امان …