کور پاڼه / روغتیا / رومیان د لمر وهلي پوستکي درملنه کوي
Tomates

رومیان د لمر وهلي پوستکي درملنه کوي

ګرمې ورځې یا د ګرمۍ موسم د انسان پوستکي ته په ځانګړي ډول مخ او څټ ته زیان رسوي.

دا چې لمر مو پوستکی تور نه کړي، نو یواځنۍ لاره داده، چې له لمر څخه ځان وساتئ.

خو؛ که چیرته مو پوستکې د لمر څخه زیانمن شوی وي، نو دلته یو دوه لنډې لارې چارې دي، چې د زیانمن شوي پوستکي علاج پرې کولای شئ.

۱ـ رومیان:

دوه دانې رومیان راواخلئ. روب یا اوبه يې وباسئ. په اغیزمن شوي یا زیانمن شوي پوستکي يې کیږدئ. پریږدئ، چې وچ شي. کله چې وچ شو، یو ځل بیا د رومیانو روب (اوبه) پرې پورې کړئ.

رومیان د پوستکي مړې او خرابې حجرې له منځه وړي، د پوستکې رنګ ښکلی کوي، او پوستکی د لمر له ضررناکو وړانګو څخه ژغوري.

۲ـ الوګان او لیمو:

د الوګانو او لیمو جوس وباسئ. په مخ يې د ۱۵ دقیقو لپاره پریږدئ. او بیايې په عادي اوبو سره يې پریمنځئ.

دا چاره د زیانمن شوي پوستکې د رغولو ښه لاره ده.

دا هم وګورئ

limon

په اوبو کې د لیمو خوند او رنګ 

د ژوند پایښت پر اوبو دی؛ اوبه هغه ماده ده چې انسان ته ژوند وربښي …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com