کور پاڼه / راپورونه / لغمان والي:د سترو پروژو چارې به پیل شي 
sa

لغمان والي:د سترو پروژو چارې به پیل شي 

دغه ټکی لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن ورځ په اقتصاد ریاست کې د ولایتي انکشافي پلان د نوي لارښود د تشریح د دري ورځني ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې څرګند کړ، په دغه ورکشاپ کې په ولایتي شورا کې دخلکو استازو ،رئیسانواو د مدني ټولنو استازو برخه لرله.
د اقتصاد رئیس د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې له دې وروسته به ولایتي انکشافي پلان په معیاري او د خلکو د غوښتنوپربنسټ جوړیږي، نو اړتیا ده چې د ولایتي ادارې ټول رئیسان د ولایتي پلان جوړونې د نوي لارښود په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړي.
لغمان والي بیا وویل ولس د سترو پروژو د تطبیق غوښتنه لري نو ټولې دولتي ادارې دنده لري چې د ولس غوښتنو ته پام وکړي او داسې پروژې پلان کړي چې پر وړاندې یې ټولنیزې ستونزې موجودې نه وي.
لغمان والي زیاته کړه چې د ولایت د انکشاف لپاره یې بنسټیزې کړنې ترسره کړې دي او په کم وخت کې به د نورو سترو پروژو کارونه هم پیل شي.
نوموړي یو ځل بیا د ټولو پروژو پرښه کیفیت ټینګار وکړ او دولتي ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې له مرکز سره خپلې پروژې تعقیب او په ښه توګه خپلې پروژې تطبیق کړي.
لغمان والي ټولو سکتوري ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې په انکشافي پلان کې د ولایت د هرې سیمې د وګړو ستونزو او غوښتنو ته پام وکړي او محرومو سیمو ته هم د انکشاف په ډګر کې خدمات وړاندې کړي.
لغمان والي د USAID ISLA له دفتر څخه مننه وکړه چې په لغمان ولایت کې ګټور پروګرامونه جوړوي او د انکشافي پلان په جوړونه او ترتیب کې مرسته او همکاري کوي.برخوالو ته یې لارښوونه وکړه چې په ورکشاپ کې فعال ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ به دری ورځې دوام وکړي او د انکشافي پلان جوړونې پر نوي لارښود به دولتي ادارو او مدني ټولنو ته مهم او لازم معلومات وړاندې شي.

دا هم وګورئ

Baboos_Canal

لوګر :  ۳۰ پروژو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په لوګر کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا د ۳۰ پروژو …