کور پاڼه / ځانګړي مطالب / نارینه د ښځینه وو لاندې ځانګړنې ډېرې خوښوي!
woman

نارینه د ښځینه وو لاندې ځانګړنې ډېرې خوښوي!

خندا، خوش بویي، ځیرکتیا او یا هم ښایسته قد او قامت… ستاسو په اند کوم یو د نارینه وو لپاره جذاب دی؟ کومه یوه له دغو ځانګړتیاوو څخه غوره ده؟ که ووایو چې یوه هم نه څنګه به وي؟ شاید دغه ځانګړتیاوې په لومړي سر کې د نارینه وو توجه د ځان خواته را جلب کړي خو د یوې دوامداره رابطې او اوږد عمر لپاره دا ځانګرتیاوې کافي نه دي.

هغه ځانګرتیاوې چې نارینه یې په ښځو کې خوښوي په لاندې ډول دي.

۱-شوخ طبعي: میرمن باید شوخ طبعه و اوسي تر څو خاوند یې خوشحاله وي.

ستاسو خاوند یوازینی کس دی چې له نوموړې سره تاسو شوخي وکړئ؛ هغه که کور وي او یا هم د باندې، په هغه صورت کې چې څوک تاسو و نه نه ویني.

۲-په نفس باور : هغه میرمنې چې په خپل نفس باور لري په خپل ارزښت پوهیږي. نوموړې په خپل ځان ویاړي چې له حرکاتو او څیرې څخه یې معلومیږي. چې دنارینه تائید ته نه وي اړ، نوموړې پوهیږي چې فوق العاده ده هغه پوهیږي چې کوم کس له نوموړې سره وي ډیر ښه چانس لري ځکه چې نوموړې دا توان لري چې تر هرې بلې ښځې خپل خاوند خوښ وساتي.

نارینه دا خوښوي چې چې ترټولو خوش چانس و اوسي. لکه څنګه چې تاسو پرې ویاړئ، همداسې هغه په تاسو ویاړي. که تاسو په خپله په خپل ځان اطمیناني نه یاست ، نو هغه به څنګه دا احساس وکړي ؟ هغه که ستاسو د څیرې، اند، بریا او هغه درناوی چې نور درکوي، خاوند مو پر تاسو ویاړي ، غواړي پوه شي چې په تاسو باور وکړي هغه که د مور په وړاندې وي یا هم د خپلو ملګرو او یا هم په ځینو غونډو کې.

۳-ښادي: ایا تاسو یو خوشحاله کس یاست ؟

ایا تاسو له خپلې زنده ګي، کار، موخو ،او وضعیت څخه خوښ یاست؟ یا له هغو ناخوښه کسانو څخه یاست چې مدام له خپل ژوند څخه شکایت کوي؟ هېڅوک نشي کولای تاسو ته خوښي درکړي. دا د نارینه وو کار نه دی. یوه خوشحاله میرمن کولای شي ستاسو خپګان له منځه یوسي؛ ځکه چې نارینه هم دا خوښوي کومه ستړیا چې لري هغه باید ستاسو په خوشحالي سره ختمه شي. هغوی دا خوښوي چې ستاسو تر څنګ تلویزیون وګوري یاهم کله چې ستاسو څنګ کې ویده کېږي په بشپړ ډول خوشحال وي . ستاسو خاوند غواړي ستاسو خندا نوموړې ته د ژوند انرژي ورکړي او ستاسو تر څنګ د آرمتیا احساس وکړي.

۴-ښځتوب: ښځتوب هم ستاسو په ظاهر پورې اړه لري. چې ستاسو سلوک، ښځتوب(ښکلا)، ځیرکتیا، نرمي، مهرباني او ستاسو د بدن خوږه برخه.

ښځه و اوسه! ښه جامې وا غونده، خوشبویي و وهه، خپل ځان جوړ کړه او خوند ترې واخله او مهربانه و اوسه.یو ځانګړتیا د ښځتوب چې معمولاً یې نارینه نلري هغه ستاسو طبعي میل د یوځای والې دی. البته تاسو باید په دغه وخت احسان مننوکې و اوسئ او خپل خاوند ته دا وښایاست چې تاسو ورته اړتیا لرئ او تاسو کولای شئ چې له نوموړې څخه هم خوند واخلئ. که نوموړی هر څومره غښتلی هم وي ، ټول نارینه دا خوښوي چې له هغه څخه هم خوند واخستل شي. چې دغه ټول د یوې ښې او دوامداره رابطې، ښه احساس او آرمتیا لامل کېږي.

۵-توان : ایا کله هم نا توانه کېږئ؟ تاسو هم اړ یاست؟ یا تاسو هم وړاندې تر هغه لویږئ او ماتي منئ؟

ایا په خپلو ارزښتونو او باور قوي یاست ؟ او یا هم ډېر په اساني سره تر تاثیر لاندې راځئ ؟ څوک یاست ؟ او په کوم څیز باور لرئ ؟ ایا په خپل باور ولاړ یاست ؟ ایا کولای شي کوم څه چې تاسو یې وایاست هغوی باور پرې وکړي؟ ایا ستاسو کړنې او کردار ستاسو د خبرو اړوند دی؟ کومه میرمن چې باور درلودونکې وي، د خپل خاوند د ژوند تامینونکې ده. امنیت یو له مهمو ټکو د اعتماد څخه دی. چې دا حس کولای شي ستاسو د خاوند له زړه څخه یو پنجره ستاسو لورې ته خلاصه شي.

۶-ضرر منونکې:

له دې څخه مطلب بې وسي نه ده. د خپلو کمزورتیاوو برسېره کول شاید د توان خلاف وي اما واقعي توان ستاسو په کمزورو ټکو ښودلو او ضرر منلو کې نغښتی دی. هغه څه چې تاسو مخکې لیدلي لکه: ماتې خوړل، درد، ناخوندیتوب حتا دهغو کارونو برسیره کول چې مخکې مو ترسره کړې وو او اوس پرې پښېمان یاست، دا کار ډېرې زیات توان ته اړتیا لري.

خپل خاوند ته دا وښایاست چې څومره مینه ورسره لرئ. ورته ووایاست چې څومره مو خوښ دی. اجازه ورکړئ ترڅو وپوهیږي چې هېڅکله یې دا نه وو حس کړې. ستاسو اطاعت د نوموړې د اعتماد د زیاتیدو سبب کېږي چې په پایله کې هغه هم ستاسو اطاعت کوي.

۷-خپلواکي : ایا تاسو خود مختاره یاست؟ ځینې ځنګړتیاوې لرئ؟ دبا کیفیته خبرو کولو لپاره ډېر څه په واک کې لرئ ؟ د ځان لپاره ژوند کوئ او پرې مئین یاست ؟ تاسو یو بهترین کس یاست، چې دا ددې لامل کیږي چې هغه هم یو بهترین کس دی. اړینه ده چې چې له هغه سره مینه وکړئ. تر څو ستاسو ترمنځ هغه خلا ډکه شي.

په هر حال کې تاسو باید د خپل چنغول(نامزاد) سره رابطه ولرئ. دهغه په لیدو باید خوښي څرګنده کړئ. نارینه دا خوښوي چې تر څو دا درک کړي چې میرمن یې نوموړی خوښوي، هغه هم ځینې خاصې میرمنې لکه تاسو! چې کله مو هغه ولید نو ځوښي څرګنده کړئ او موسکا وکړئ.

ژباړه: محمد نعیــم پـرهیــــز

دا هم وګورئ

ed

د چا یادېدلو سره د عالیه بټ رنګ زېړېږي؟

دا اونۍ د سونم کپور واده کې د بالیووډ ټول لوی ستوري ځلېدل، خو د …