کور پاڼه / خبرونه / لغمان: دوه تروریستان د نشه یې او چادیدونکو توکیو سره ونیول شول
sa

لغمان: دوه تروریستان د نشه یې او چادیدونکو توکیو سره ونیول شول

د دوه تنو تروریستانو په ګډون شپږ تنه د ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي او ۲۰ بیلره چاودېدونکو موادو سره لاس په لاس ونیول شول
 
د لغمان د ملي امنیت د منسوبینو او د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له لوري د بېلا بېلو کشفي معلوماتو او اپراتیفي ځانګړو عملیاتو په تر څ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د الیشنګ هډې او دغه راز د تیګړیو په سیمو کې د وسلوالو مخالفینو په ډلې پورې تړلي دوه تنه تروریستان او دغه راز شپږ تنه نور د نشه یي او چاودېدونکو توکو سره یو ځای لاس په لاس نیولي دي.
 
د لغمان د امنیه قوماندانۍ پولیسو د تیګړیو په سیمه کې د یوې مخکینۍ اطلاع پر اساس د عبدالله او عزت الله په نومونو دوه تنه چې اصلا د ننګرهار ولایت څخه دي او غوښتل یې چې د زرنج ریکشو په ذریعه ۲۰ کوچني پلاستیکي بیلره چاودېدونکي توکي ( امونیم نایتریت ) مرکز مهترلام ته انتقال کړي، د انتقالونکي سره یو ځای نیولي دي.
 
بل لور ته د ملي امنیت منسوبینو بیا د جلا اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې بیا د مطیع الله، خیبر، وحدت الله او شکرالله په نومونو څلور تنه چې په یو فلډر موټر کې یې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو انتقالول لاس په لاس نیولي دي، چې دا مهال نیول شوي کسان د لغمان د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.
 
همدارنګه د یوې اونۍ په ترڅ پینځه حلقې ماینونه چې د مخالفینو له لوري په بېلا بېلو سیمو او پلیو لارو کې ځای پر ځای شوي ول، د امنیتي او کشفي ارګانونو له لوري تر کشف وروسته خنثی او له مینځه وړل شوي دي.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com