کور پاڼه / خبرونه / د لغمان امنیت په بېساري توګه ښه شوی
ha

د لغمان امنیت په بېساري توګه ښه شوی

لغمان والي په ختیځ کې د عامه نظم لوا دقوماندان سره د لغمان پر امنیت خبرې وکړېلللل
نن لغمان والي په ختیځ کې د عامه نظم د اوم نمبر لوا د قوماندان مل پاسوال نصیر احمدي ساپي او مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل او د لغمان پر امنیت يې هر اړخیزې خبرې او بحث وکړ.
لغمان والي وویل ((موږ په لغمان کې د ګډو ځواکونو سره د امنیت په ټېنګښت کې د عامه نظم پولیسو دشپه ورځ کړنو ستاینه او تقدیر کوو،ولې اړتیا ده چې لا زیات په دغه ولایت کې د امنیت لپاره اساسي تلاشونه ترسره او د تروریستي ډلو او هغو وسلوالو ګروپونو په ځپلو کې مرسته وکړي چې عامه نظم،پرمختګ ،ملي ګټې او ولسي هوساینه دستونزو سره مخامخ کوي))
لغمان والي همداراز زیاته کړه (( موږ د لغمان د امن لپاره ژمن یو،د وسلوالو مخالفینو پر پټنځایونو او ګروپونو د ګډو ځواکونو تعرضي بریدونه او هدفي ګزارونه دوام لري او په دغه برخه کې به لازیات په جدیت سره کارترسره شي))
د عامه نظم د اوم نمبرلوال قوماندان مل پاسوال نصیر احمد صافي بیا ډاډ ورکړ چې د لغمان امن ورته مهم دی او تلاش به وکړي چې په دغه ولایت کې د خپلو ځواکونو شمېر لازیات او د میشتو ځواکونو سره اوږه پراوږه دخاورې،خلکو،پرمختګ او امن دښمنان وځپي او عامه نظم تامین کړي.

دا هم وګورئ

pool

پکتیا: د ۷۶ ميليون افغانيو په ارزښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 د پکتيا ولايت په څمکنيو، پټان، احمد ابا او جاني خېلو ولسواليو کې د پکتيا …