کور پاڼه / خبرونه / د نظام د امر نه منل د باغیانو کار دی
sad

د نظام د امر نه منل د باغیانو کار دی

دغه څرګندونې لغمان والي د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د اونۍ په لمانځغونډه کې وکړې، په همدې موخه جوړوشویو مراسمو کې د دولتي ادارو رئیسانو،په ولایتي شورا کې د خلکو استازو،دیني علماوو،قومي مشرانو،ځوانانو،ښځو او د بیلابیلو سیمو اوسیدونکو ګډون کړی وو.
لغمان والي په دغه غونډه کې هغه کسان باغیان وبلل چې د نظام امر نه مني بلکې د نظام پرضد څرګندونې کوي او په دې سره د هېواد اساسي قانون ته سپکاوی کوي.
لغمان والي زیاته کړه چې اساسي قانون د افغانستان ملي وثیقه او د دې نظام یوه ستره لاسته راوړنه ده، رعایت،تطبیق او حمایت یې د دولت او ولس ګډه دنده ده.
همداشان لغمان والي د ولایت ټولو ادارو ته دنده وسپارله چې د اساسي قانون د احکامو په اړه په مرکز او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي ترڅو هر فرد د اساسي قانون له احکامو خبر شي.
لغمان والي وویل اساسي قانون د هېواد ملي ګټې،ملي هویت او ملي ارزښتونه خوندي کړي څوک چې د دغه قانون پرضد حرکت کوي ستر خیانت کوونکي او شدیدو مجازاتو وړ دي.
نورو برخوالو هم خبرې وکړې او په کلکه یې د خپل نظام څخه حمایت وکړ، دوی په خپلو خبرو کې اساسي قانون داسې یو ملي سند یاد کړ چې رعایت او تطبیق یې ملي یووالی، ټولنیز نظم او ملي ګټې ساتلی او ژغورلی شي.
ویناوالو هغه کسان د هېواد او ولس دښمنان یاد کړل چې اساسي قانون ته درناوی نه کوي.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com