کور پاڼه / خبرونه / لغمان: د ۷ میلونه افغانیو په ارزښت یو پارک جوړ او پرانستل شو
sa

لغمان: د ۷ میلونه افغانیو په ارزښت یو پارک جوړ او پرانستل شو

نن په مهترلام ښار کې د خلکو د غوښتنې پر اساس یو عامه پارک جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دغه پارک د ښاروالۍ په چوکاټ کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې د شهر موسسې په مالي تمویل سره بشپړ شو.

لغمان والي ښاریانو ته د جوړ شوي عامه پارک  دپرانستې په مراسمو کې مبارکي ورکړه او یاده پروژه یې د ښاري پراختیا او ښکلا یوه بېلګه یاده کړه، نوموړي وویل چې پر دغه پارک باندې څه کم(۷) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

لغمان والي وویل چې اوس به ګڼ شمیر ښاریانو ته کاري زمینې هم برابرې شي او خلک به د تفریح،لوبو او لوستنې په موخه له دغه پارک څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي ښاریانو ته زیری ورکړ چې په دغه ولایت کې به دوه نور داسې پارکونه هم جوړ کړي چې خلک به یې نندارې ته راځي، له خلکو یې هیله وکړه چې د ښار په پاکۍ او امنیت کې له ادارو سره همکاري وکړي.

ښاریانو پر جوړ شوي پارک خوښي څرګنده کړه او له لغمان والي یې مننه وکړه چې د دغه ولایت د انکشاف لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کوي. دوی حکومت ته د هراړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د همدې مراسمو په ترڅ کې په یاد پارک کې  دسمسور تیا او ښکلا په موخه نیالګي هم کېنول شول.

دا هم وګورئ

IMG_7704

کندوز: د څه باندې ۳۲ میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د برښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

نن په کندوز کې د ولایت رهبري او دبرښنا عمومي ریاست د رئیس انجنیر امان …