IMG_0450 - Copy

لغمان : یو باب مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نن د لغمان مرکز سلطان غازي بابا په نوي ښار ګوټي کې د ارشاد حج او اوقافو ریاست په چوکاټ کې یو ښکلی جومات جوړ او د عبادت کوونکو پرمخ پرانیستل شو.

لغمان والي په همدې موخه جوړو شویو مراسیمو کې  د نوي جوړ شوي جومات د جوړیدو له امله ولس ته مبارکي ورکړه او دغه ښکلی جومات یې د یاد ښار داسې ښکلا یاده کړه چې مقدس ارزښت،دنیاوي او اخروي ثواب لري.

نوموړي وویل چې پر دغه جومات څه د پاسه پنځه میلیونه شپږ سوه زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

لغمان والي د جوماتونو،دیني مدرسو او اماکینو جوړول یو مقدس خدمت یاد کړ او پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې لغمان ولایت کې یې په دې برخه کې اغیزمن فعالیت پیل کړی دی.

نوموړي له علماوو وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو څخه د سولې غږ اوچت وساتي او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره فکري رغونه وکړي.

یو شمیر علماوو هم خبرې وکړې او پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې دولت د جوماتونو،مدرسو او نورو دیني اماکینو جوړولو ته ځانګړې توجه لري.

د یادونې وړ ده چې لغمان ښار کې د یو ستر جامع جومات د جوړیدو چارې هم ګړندۍ روانې دي چې کم وخت کې به یې چارې بشپړې شي.

د مراسمو په پای کې د ولایت مقام لخوا برخوالوته یو یو جلد قرانکریم هم هدیه شو.

دا هم وګورئ

a

بلخ:غني دوه د برښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ ولایت کې دوې پروژې پرانیستې. ښاغلی …