کور پاڼه / خبرونه / لغمان والي:هر ځوان دې دوکتورا واخلي:
IMG_0896

لغمان والي:هر ځوان دې دوکتورا واخلي:

هر ځوان باید د دوکتورا ترکچې لوړې زده کړې وکړي، دغه څرګندونې لغمان والي د پوهنوال استاد لعل پاچا ازمون د دوکتورا د بشپړاوي په ویاړ جوړه شوې هغه غونډه کې وکړې چې د ولایت مقام او لغمان فرهنګیانو په ګډ نوښت او همکارۍ سره ترسره شوه.
جوړه شوې غونډه کې د بېلابیلو ولایتونو د پوهنتونونو استادانو،شاعرانو،لیکوالانو،خبریالانو،مدني فعالانو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د استاد ازمون د ژوند،خدمتونو او علمي اثارو په اړه یو مستند فلم برخوالو ته وړاندې شو چې په خوښیو سره بدرګه شو.
استاد عمران الله خنجر،د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل،استاد پوهنوال ابراهیم همکار او استاد معرفو شاه شینواری د خپلو خبرو پرمهال په کور د ننه پښتو ادب کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې یو نوی فصل یاد کړ او استاد ازمون یې د دې فصل پرانیستونکی شخصیت وباله ، همداشان دوی د استاد پر هراړخیز شخصیت پیغام رسونکې خبرې وکړې.
لغمان والي استاد ازمون د ځوان نسل لپاره یو داسې لارښود وبللو چې هر ځوان یې باید پر لاره مزل وکړي ترڅو دغه ټولنه په علمي توګه بډایه او روښانه شي.
نوموړي استاد ازمون خپل نږدي دوست او یو داسې ملګری یاد کړ چې تل یې ولس ته د خدمت په لاره کې ورته نیکې مشورې ورکړې او د ابادۍ،پرمختګ او هڅوونې په ټولو پروګرامونو کې یې ورسره ګډون کړی دی.
لغمان والي له ځوانانو وغوښتل چې په ټولنه کې مثبت فکر ته وده ورکړې او تر لوړې کچې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ترڅو افغانستان یوه روښانه راتلونکی ولري.
نوموړي استاد ازمون ته مبارکي ورکړه چې په کور د ننه یې په پښتو ادب کې د لومړۍ دوکتورا ویاړ ترلاسه کړ.
همدې غونډه کې دلغمان والي لخوا استاد ازمون ته د ویاړ لونګۍ هم ور په سره شوه او ټولو ورته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل.

دا هم وګورئ

IMG_7704

کندوز: د څه باندې ۳۲ میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د برښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

نن په کندوز کې د ولایت رهبري او دبرښنا عمومي ریاست د رئیس انجنیر امان …