کور پاڼه / ځانګړي مطالب / کراچۍ:  یو مولا پرخپل شاګرد جنسی تیری کړی
kandahar

کراچۍ:  یو مولا پرخپل شاګرد جنسی تیری کړی

د کراچۍ ښار په ختيځه سيمه کې پوليس چارواکو ويلي د يوې مدرسې ملا يې د ‍۱۴ کلن هلک سره د جنسي تيري په تور نيولی دی.

په کراچۍ کې د مدرسې ملا د کم عمره هلک سره د جنسي تور په سر په داسې حال کې نيول شوی چې تېره اوونۍ د پنجاب قصور سيمه کې اته کلنه ماشومه زېنب د جنسي تيري وروستو وژل شوی وه، زېنب د سيپاري سبق له تله او په لاره بې درکه شوې او بيا یې مړی ترلاسه شوی ؤ.

د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه پاکستان کې هره ورځ د ۱۱ ماشومانو د جنسي تيرې پېښې رپوټ کيږي.

د ای پي خبري ادارې د يو راپور ترمخه پاکستان کې د دوه ملينو نه زيات ماشومان په دينې مدرسو کې سبقونه وايي او هم دغلته د ملايانو د لاسه د جنسي تيري ښکار کيږي خو د مذهبي ډلو او ملايانو د ويرې نه زياتره په دغو پېښو خلک چپ پاتې کیږي.

د کراچۍ ښار د ختيځې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) سميع الله سومرو ويلي، د اتوار، يکشنبې په ورځ د ګلستان جوهر پوليسو ته يو هلک شکايت کړی چې د جمعې په شپه ورسره د مدرسې ملا جنسي تيری کړی دی.

نوموړي ويلي په ملا مقدمه درج کړی شوې او د رپورټ درج کېدو اووه ساعته وروستو ملا نيول شوی دی.

د پوليس افسر په وېنا د طبي معائنې وروستو مالومه شوې چې هلک سره جنسي تيری شوی دی.

ای پي خبري ادارې په يو راپور کې ویلي ادارې په تېره لسيزه کې په پاکستان کې په مدرسو کې ماشومانو سره د جنسي تيري په سلګونو پېښې رپوټ کړي دي.

راپور کې ويل شوي د پاکستان په ديني مدرسو کې د دوه ملينو نه زيات ماشومان سبقونه وايي.

د پوليس چارواکو، جنسي تيري اغېزمنو ماشومانو د هغو د خپلوانو، وزيرانو، مرستندويه ادارو او مذهبي مشرانو څخه په مرکو کې مالومه شوې چې د ملايانو او مذهبي ډلو د ويرې په دغه ډول پېښو کې د دوي مرستې کيږي د دوي په ضد په ښکاره څوک څه نه شي ويلی.

د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه د تېر ۲۰۱۷م کال په لمړو شپږو مياشتو په ټول ملک کې د ۱۷۶۴ ماشومانو د جنسي تيري پېښې رپوټ شوې وې.

په دغه شمېره کې تر ټولو زياته شمېره د پنجاب صوبې وه او هلته ۱۰۸۹ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو، سندهـ صوبه کې ۴۹۰ پېښې، بلوچستان کې ۷۶، قبايلي سيمو کې ۵۸، خېبرپښتونخوا کې ۴۲ او ازاد کشمير کې ۹ پېښې رپوټ شوې وې

دا هم وګورئ

nekul

ډګرجنرال نیکلسن: پر پاکستان او طالبانو فشار ته دوام ورکوو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، پر پاکستان او طالبانو به …