کور پاڼه / لوبي / افغان ۱۹کلنو ایرلنډ ته خپله لوبه وبایلله
Snapshot

افغان ۱۹کلنو ایرلنډ ته خپله لوبه وبایلله

 د افغانستان نولس کلنو کرېکټ لوبډله په نوي زیلنډ کې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته لوبه وبایلله.

 په دغه سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ایرلنډ وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۲۲۶ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ۲۲۱ منډې جوړې کړې، خو د لوبغالي په سوځېدو سره یې ټاکلی هدف ترلاسه نه کړ او لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه.

افغانستان د دې لوبې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان او وروسته سریلانکا مات کړي وو.

افغانستان د پاکستان او سریلانکا په ماتولو سره د دې سیالیو دویم پړاو ته ووت.

دا سيالي د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو د نړیوال جام یوويشتمه لوبه ده.

دا هم وګورئ

afga

نولس کلن په څلورم مقام راغلل

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې په نيوزيلينډ کې پيل …