کور پاڼه / لیکنې / مالیې وزیر په لغمان کې رغنیر بهیر وکوت
IMG_2967 - Copy

مالیې وزیر په لغمان کې رغنیر بهیر وکوت

د افغانستان مالیې وزیرمحمد اکلیل حکیمي د لغمان ولایت رغنیز بهیرله نژدې وکوت.

نوموړي نن د جمعې پر ورځ له کابل نه  یو لوړ پوړي پلاوي سره یوځای، چې د ولسي جرګې غړي، د ماليې وزارت ځيني چارواکي، د دفاع وزارت صاحب منصبان پکې شامل ول، د لغمان والي عبدالجبارنعیمي په ملتیا لغمان کې روانې رغنیزې پروژې له نژدې وکتې او د ځینو نویو پروژو پر اړتیا او رامنځته کولو یې خبرې وکړې.

محمد اکلیل حکیمي په مهترلام کې د ملي پوځ په لوا کې له چورلکې تر کوځیدو وروسته، د ولایت له والي عبدالجبارنعیمي سره یو ځای په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د دولتي ادارو جوړیدل له نژدې وکتل.

  • د کرکټ سټډیوم
  • laghman new pic (10)

دغه پلاوي لومړی په مهترلام کې  د کرکټ سټډیوم څخه لیدنه وکړه.

د دغه کرکټ سټدیوم په جوړیدو سره به په لغمان کې د کرکټ مینه والو ته یو منظم ځای برابرشي.

  • ولایتي کمپلیکس
  • laghman new pic (16)

ترسټډیوم وروسته پلاوي په ګډه د لغمان ولایت لپاره له نوي کمپلیکس څخه  لیدنه وکړه.

د کمپلیکس د کتنې پرمهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې یاد کمپلیکس په داسې ډول ډیزاین شوی چې په راتلونکو ۵۰ – ۶۰ کلونو کې هم ګټه ترې واخېستای شي.

نعیمي وویل چې د کمپلیکس په انګړ کې د ناستې پر داسې ځای کار کوي چې شاوخوا ۱۷۰۰۰ تنه پکې ځای شي او د ولایت په سطحه د لویو ملي غونډو د جوړیدو ظرفیت هم ولري.

ښاغلي نعیمي یادونه وکړه چې تر اوسه په لغمان کې داسې یو منظم ځای نشته چې شاوخوا ۵۰۰ تنه پکې یو ځای غونډه وکړای شي.

  • سراج بڼ او کلا
  • seraj

د کمپلیکس تر لیدنې وروسته پلاوي په ګډه له سراج تاریخي کلا او بڼ څخه لیدنه وکړه.

سراج کلا چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په یوه کنډواله بدله شوې او کابو اویا سلمه له منځه تللې وه اوس يې د خوندي کیدو چارې نژدې په بشپړیدو دي.

ددغې تاریخي کلا او بڼ خوندي کیدو چارې شاوخوا دوه کاله وړاندې د لغمان والي عبدالجبارنعيمي په هلو ځلو پیل شوې.

پر( ۲- ۲-  ۱۳۹۵ هـ ش)نېټه  د کلا پر احاطوي دیوالونو او برجونو کار پیل شو چې چارې یې پر (۲ – ۲ – ۱۳۹۷ هـ ش ) نېټه پای ته رسي. پر دغو چارو (۱۸۰۵۶۶۰۰ ) افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

پر (۰۱ – ۱۰ – ۱۳۹۵ هـ ش) نېټه  د سراج کلا د سرسبزۍ او قوریه جاتو احیا پیل شوه. پر دې چارو( ۲۷۲۰۰۰ ) افغانۍ لګښت راځي او چارې  یې پر(۳۰- ۹ – ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه پای ته رسي او لګښت یې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کیږي.

پر(۳۱ – ۳ – ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه  د سراج کلا د قصر او جومات د بیارغونې او ساتنې چارې پیل شوې.  پر دې چارو( ۲۲۷۳۶۱۵۰) افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعات او کلتور وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

پر( ۲۳ – ۶ – ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه په سراج کلا کې د داخلي تاسیساتو چارې پیل شوې. پر دې چارو( ۴۲۴۸۰۱۴) افغانۍ لګښت راځي  چې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کیږي او چارې یې پر( ۲۳ – ۱۰- ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه پای ته رسي.

پر( ۱۷ – ۷ – ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه د سراج بڼ احاطوي دیوال چارې پیل شوې. د بڼ پر احاطه( ۳۳۲۹۲۲۲ ) افغانۍ لګښت راځي چې د کلیو او پراختیا وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي. د بڼ احاطوي دیوال چارې به پر( ۱۲ – ۱- ۱۳۹۷ هـ ش) نېټه پای ته ورسي.

د لغمان ولایت والي د بڼ او کلا د کارونو د لیدنې پر مهال د مالیې وزارت له وزیر څخه وغوښتل چې د هغو برخو د رغونې لپار هم بودیجه په پام کې ونیسي.

ښاغلي حکیمي ژمنه وکړه چې حتما به ورته اړینه بودیجه په پام کې ونیسي تر څو دا مهمه پروژه په بهترین ډول پلې شي.

  • د هوايي ډګرلپاره ځای کتل
  • laghman new pic (12)

تر سراج کلا وروسته پلاوی میلمستون ته راستون شو او دلته یې د لغمان ولایت له والي عبدالجبار نعیمي سره په دفتر کې ناسته وکړه.

په ناسته کې لغمان ولایت کې پر روانو رغنیزو چارو، لغمان کې پر هوايي ډګر جوړولو او نورو مسایلو خبرې وشوې.

ترغرمنۍ وروسته دغه پلاوي د ولایت د والي په ملتیا په چورلکو کې له هغو ځایونو لیدنه وکړه چې هوايي ډګر جوړیدل پکې پلان شوي دي.

د ګمبیري ډاګ هغه سیمې یې وکتلې چې پکې د هوايي ډګر د جوړیدو امکان شته دی. همداشان تر ګمبیري ډاګ وروسته یې د بابا صاحب له ډاګ څخه هم لیدنه وکړه او دغلته یې هم د هوايي ډګر د جوړښت امکان او ظرفیت له نژدې وکتل.

دغه پلاوي ټول اړین معلومات غونډ کړل او تر څيړنې وروسته به یې په لغمان کې د هوايي ډګر د جوړښت په اړه پریکړه کوي.

د لغمان ولایت والي عبدالجبارنعیمي له دغه لوړپوړي پلاوي مننه وکړه او هیله یې ترې وکړه چې په لغمان کې د لویو پروژو په پلي کیدو سره د دې ولایت تر څنګ د شاوخوا ولایتونو اقتصاد او خلکو ژوند کې مثبت بدلون راتلای شي. (پای)

محمد نور

دا هم وګورئ

nice

که غواړئ چې ښکلې شئ  نو ….

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com