کور پاڼه / ځانګړي مطالب /  که غواړئ چې هر څوک مو درناوى وکړي، دا ١٢ ټکي عملي کړئ
1

 که غواړئ چې هر څوک مو درناوى وکړي، دا ١٢ ټکي عملي کړئ

د ژوند په هره برخه کې ستاسو سره مسابقه روانه ده، ځکه په هر ځاى کې يواځې تاسو نه، بلکې ډېرى خلک کار کوي، په يو ځاى کې د کار کولو لپاره په ځانګړې توګه ستاسو وړتيا او هوښارتيا پکار ده، خو د خلکو سره د اړيکو او د دې لپاره چې هر څوک تاسو ته درناوى وکړي، نو پکار ده چې خپل شخصيت داسې جوړ کړئ، چې هر سړى مو خوښ کړي.

تاسو ته دې معلومه وي، چې يو ښه شخصيت بديل نه لري.

دلته ځينې ډېر عادي عادتونه دي، چې تاسو يې خپل کړئ نو ستاسو شخصيت به ډېر ښه او خوندور جوړ کړي او بيا به هر څوک په خپل زړه کې ستاسو لپاره درناوى لري. د دې خبرو په عملي کولو سره تاسو په خپل ژوند کې ډېر بريالي کېداى شئ.

مثبت اوسېدل:١ مثبت

1

هر وخت تروش يا غوسه کېدل خو ډېر اسان دي، خو که غواړئ چې خپل شخصيت جوړ کړئ او خلک درته درناوى ولري، نو بيا تاسو ته پکار ده چې مثبت واوسئ، داسې مثبت چې نورو خلکو ته هم معلومه شي، نو بيا ستاسو د بريا په مخکې هېڅوک هم نه شي خنډ کېداى.

په خبرو کې احتياط:٢ محتاط خبرې

2

ښه انسان هغه څوک دى، چې له خبرو مخکې د ښو تورو انتخاب وکړي او خبرې په ډېرې احتياط او په دوستانه انداز وکړي، چې مو غږ هم دروند وي. که چېرته د ډېرو خلکو پر وړاندې خبرې نه شئ کولاى، نو بيا له ځان سره يواځې خپلې خبرې تر هغې پورې تکرار کړئ، تر څو تاسې په دې پوره باوري شئ، چې د ډېرو خلکو ترمنځ يې هم په ډاډ سره کولاى شئ.

خبرو ته غوږ ايښودل:٣ خبرو ته غوږ ايښودل

3

د چا سره د خبرو پر وخت د خبرې کوونکي خبرو ته په ډېر دقت سره غوږ کېږدئ، ځکه دا کار په خلکو کې ستاسو شخصيت ته درناوى پېدا کوي او هغوى په دې پوهېږي، چې ستاسو لپاره ډېر مهم دي. که چاته بيا بيا پېغور ورکوئ، نو دا خو به ستاسو زړه خوشحاله کړي، خو ملګري به له لاسه ورکړئ.

هر ډول حالاتو کې آرام اوسئ:٤ هر ډول حالاتو کې ارام

4

د کوم خبر يا کار پر وخت له حده زيات غبرګون، که هغه مثبت وي او که منفي، خو د خلکو پر وړاندې ستاسو په شخصيت بد اغېز کوي. لکه څنګه چې ويل کېږي، چې د غصې پر وخت تر ټولو ښه کار دا دى، چې سړى غلى واوسي.

صبر:٥ باور

5

که هر کار ته صبر وکړئ نو تاوان نه وينئ، په حقيقت کې د هغه خلکو پر وړاندې، چې بې ځايه غبرګون ښايي يا ګام پورته کوي، د هغوى پر وړاندې ستاسو صبر او پر وخت ګام پورته کول، تاسو ته ډېره ګټه دررسوي او ستاسو بريا هم په دې کې ده.

له دايرې ځان وباسئ:٦ دايره

6

کوم خلک چې په يوه خاصه دايره کې له ملګرو سره اړيکې ساتي، هغوى بيا په ژوند او بريا کې هم په يوه خاصه دايره کې پاتې کېږي، که چېرته تاسو غواړئ چې په خپل ژوند کې پرمختګ وکړئ، نو له هر ډول خلکو سره اړيکې وساتئ او هر چاته د ملګرتيا غېږه ورکړئ.

د خبرو پر وخت مسکي کېدل:٧ مسکي کېدل

7

لکه چې ويل کېږي، چې چاته وګورئ او ورته مسکى شې، نو دا هم په ثواب کې شمېرل کېږي او دا هم رښتيا دي چې تر ټولو لوى ورکړه مسکا ده، نو چا سره د خبرو پر مهال چې هغه ته مسکي شئ، نو د نورو خلکو په زړونو کې به ستاسو لپاره مينه پېدا شي او درناوى به درته ولري.

بهانې نه کول:٨ بهانې نه کول

8

د يو کار لپاره چې بهانې لټوئ او کار پر وخت نه کوئ، نو دا ستاسو په شخصيت ډېر بد اغېز کوي او بيا خلک په تاسو باور نه کوي، هغوى فکر کوي چې تاسو دا کار نه شئ کولاى او يا هم له کار کولو څخه ويره لرئ، نو په هېڅ کار کې بهانې مه لټوئ، بلکې هر کار پر خپل وخت ترسره کوئ.

هره ورځ يو ښه کار کول:٩ هره ورځ ښه کار کول

9

ښه انسان هغه دى، چې بې له څه تمې د هر چا سره مرسته وکړي، دا حتمي نه ده چې تاسو دې ډېرې پېسې ولرئ او يا دې هم ډېرې پېسې مصرف کړئ، بلکې په سړک ولاړ يو ماشوم هم د سړک بلې غاړې ته اړول يوه مرسته کول دي، همدا راز هره ورځ زموږ په ژوند کې ډېر وختونه راځي، چې موږ له يو چا سره په اخلاص مرسته وکړو، نو هڅه وکړئ، چې هره ورځ يو ښه کار وکړئ او يو چا سره مرسته وکړئ.

له ناکامۍ درس زده کول:١٠ له تېروتنو زده کړه

11

زموږ خوا و شا خلک هغه کس ته ډېر درناوى لري، چې د ناکامۍ څخه راوتى وي او بريا يې ترلاسه کړي وي، داسې خلک هېڅ کله هم څوک نه خوښوي، چې هر وخت د مرچکو په په سټه ناست وي. د نړۍ په هره برخه کې ناکامي شته او د پرله پسې ناکاميو وروسته هم انسان بريالى کېږي، نو له خپلو ناکامۍ زده کړه وکړئ او خپلې تېروتنې اصلاح کړئ، نو بريا ته رسېدل درته اسان دي.

په خلاص زړه د نورو ستاينه:١١ د نورو ستاينه

12

که په خلاص زړه د نورو خلکو د ښو کارونو او ښو عادتونو ستاينه وکړئ، نو د هغوى زړونه به خپل کړئ. که د بل چا ستاينه کوئ، نو داسې ستاينه هم مه کوئ، چې هغه يې وړ نه وي، ځکه چې له دې هم داسې ښکاري چې تاسو د هغه په کار يا عادت خوښ نه يئ، نو د هر چا د ښه کار او ښه عادت ستاينه خپل عادت وګرځوئ.

په خپلو تېروتنو د يو چا باور ترلاسه کړئ:١٢ د راز ملګري

13

بريالي خلک تل د هر چا په زړه کې هم نه اوسېږي او که چېرته هغوى مشهور وي، نو وجه يې دا وي چې هغوى د خپل هر څه خيال ډېر ساتي. خو تاسو يو صادق انسان په خپلو رازونو کې شريک کړئ، ځکه هغه ستاسو په بريا او پرمختګ کې ستاسو سره مرسته کولاى شي.

دا هم وګورئ

nekul

ډګرجنرال نیکلسن: پر پاکستان او طالبانو فشار ته دوام ورکوو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، پر پاکستان او طالبانو به …