کور پاڼه / لوبي / نولس کلن په څلورم مقام راغلل
afga

نولس کلن په څلورم مقام راغلل

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې، اوس وروستۍ مرحلې ته رسېدلې دي.

په نيمه پايلوبه کې اسټراليا افغانستان ته او هندوستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو پاى لوبې ته وتلي دي چې يوه لوبډله به يې اتلولي ترلاسه کوي.

ټاکل شوې وه چې نن د دې سياليو د درېيم او څلورم مقام لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه ترسره شي، خو د نيوزيلينډ په کوينزټاون ښار کې د ورښت له امله دغه لوبه ونه شوه او بې نتيجې اعلان شوه.

د کرکټ د نړيوالې شورا د قانون له مخې، دا چې پاکستان په ګروپي سياليو کې په خپل ګروپ کې لومړى او افغانستان دويم مقام خپل کړى او د منډو اوسط يې هم له افغانستان څخه زيات و، نو پاکستان درېيم او افغانستان څلورم مقام خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلو په تېر نړيوال جام سياليو کې نهم مقام خپل کړى و.

د کرکټ نړيوال څارونکي او د دې نړيوال جام مسوولينو د افغانستان د لوبډلې د استعدادونو او برياوو ستاينه کړې ده.

د کرکټ د چارو کارپوه رحيم ګل څاروان وايي چې افغان ١٩ کلنې لوبډلې په دې سياليو کې ښې لوبې وکړې او له ځانه پياوړو لوبډلو ته يې ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه چې دغې لوبـډلې په پرله پسې توګه په څو سياليو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او دغه پياوړې لوبډله يې تر سخت فشار لاندې ساتلې ده.

نوموړي دغه راز وويل چې ملي ١٩ کلنې لوبډلې کوربه هېواد نيوزيلينډ ته هم ماتې ورکړه چې د دې سياليو تر ټولو پياوړې لوبـډله ګڼل کېده او وړاندوينې شوې وې چې دا لوبډله به نړيوال جام ګټي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل په نيمه پاى لوبه کې له اسټراليا څخه تر ماتې وروسته په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي وو: ((دا موږ لپاره ښه ورځ نه وه، خو موږ اوس هم پر خپلې لوبـډلې وياړو.))

هغه زياته کړې، د نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته رسېدل هم لويه لاسته راوړنه وه.

دا هم وګورئ

lobe

افغانستان په ۱۵۴ منډو زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۵۰ اوره مسابقه په ۱۵۴ …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com