کور پاڼه / خبرونه / امنیتي ځواکونه دې پر وخت بریدونه او هدفمند عملیاتونه ترسره کړي
se

امنیتي ځواکونه دې پر وخت بریدونه او هدفمند عملیاتونه ترسره کړي

لغمان والي دا څرګندونې نن جمعه مبارکه دامنیتي ارګانونو د مسؤلینو سره ځانګړې ناسته کې وکړې، په دغه ناسته کې د ملي امنیت رئیس برید جنرال محمد حسن شهید زوی،د ملی اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد یوسف نیازي،امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل،د ملي اردو دلومړۍ پلې لوا رئیس ارګان ډګروال عسکر خان سرحدي، برخه لرله.
جوړه شوې ناسته کې په ټولو هغو لارو چارو بحث او خبرې وشوې چې د لغمان د امنیتي خوندیتوب سره مرسته کولی شي، په ښار او شاوخوا سیمو کې دغیر مسؤلو وسلوالو د ګرځیدوپرمخنیوي،د مخالفینو دځپلو پر اغیزمنو لارو چارو او نورو اړینو مسایلو تصمیمونه ونیول شول.
لغمان والي همداراز وویل (( وروستۍ میاشتي د امنیتي ځواکونو لپاره د لاسته راوړنو او د دښمن لپآره له سترو ماتوڅخه ډکې وې،په وروستیو میاشتو کې د دښمن لسګونه جنګیالې او له ۲۴ تنو زیات دسر قوماندانان ،سرګروپان او د تروریستي بریدونو طراحان د امنیتي ځواکونو دځپونکو،تعرضي او هدفمندو عملیاتو په پایله کې ووژل شول او ګڼ نور ورانکاري ژوندي ونیول شول.))
لغمان والي په دغه ناسته کې د ټولو امنیتي ځواکونو د میړانو او ښې همغږۍ ستاینه وکړه او یاده يې کړه چې د ځواکونو ښه رهبري او د امنیتي ارګانونو ترمنځ ټینګه همغږي به لازیات په دغه ولایت کې د هېواد،خاورې،ولس او نظام دښمنان نابود کړي.
دغونډې رهبري ټولو امنیتي ،کشفي او دفاعي ارګانونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې دهر غیر قانوني،تروریستي،وران کاري او هغه عمل پروړاندې چې عامه نظم ته زیان رسوي پرته له ځنډ چټک غبرګون وښآيي او د غیر قانوني کړنو ترسره کوونکي دقانون منګولو ته وسپاري .
لغمان والي په دغه ناسته کې د غصب څخه د دولتي ځمکو په بیرته راګرځولو ټینګار وکړ او یاده يې کړه چې ټول امنیتي ارګانونو دی په دغه برخه کې اړین ګامونه پورته او قانون ماتونکي دي د قانون منګولو ته راکش کړي، ځکه ددوی دغه ناوړه کړنې نه یوازې دا چې دپرمختګ پروړاندې خنډونه ایجادوي بلکې پر دولت يې ولسي باور ته زیان رسولي دی .
د ملي امنیت،ملي اردو او امنیه قوماندانۍ مسؤلینو په وار سره د ولایت رهبري او خلکو ته ډاډ ورکړ چې دهېواد ،خاورې،ولس او نظام دښمنان او ورانکاري به پرينږدي چې عامه نظم ګډوډ،ولسي نارامۍ نارامه او دپرمختګ پروړاندې خنډونه ایجاد کړي.
لغمان والي په ولسونو هم غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي ترڅو دښمن د خپلو شومو کړنو سزاء وویني.

دا هم وګورئ

Black-List

په پاکستان به یو تروریست هېواد وپيژندل شي

امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان د نړیوالو تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې …