کور پاڼه / خبرونه / لغمان کې دنویو دندو لپاره ۵۰۲ تنو میرمنو ځانونه نوماند کړي
IMG_8023

لغمان کې دنویو دندو لپاره ۵۰۲ تنو میرمنو ځانونه نوماند کړي

د اداري اصلاحاتو راغلي پلاوي د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره ناسته کې وویل چې لغمان کې د ۲۱۶ بستونو لپآره څه باندې ۳۰۰۰ زره ځوانانو ځانونه نوماند کړي چې له جملې يې ۵۰۲ تنه میرمنې دي.
د اداري اصلاحاتو د راغلي پلاوي مشر هشمت الله هاشمي وویل (( په لغمان ولایت کې دښځېنه نوماندانو شمېر دهېواد دبل هر ولایت څخه زیات دی،په دغه ولایت کې د ۲۱۶ بستونو لپآره چې نږدې سل يې د ښوونکو لپآره دي ۵۰۲ تنو میرمنو ځانونه نوماند کړي چې دا شمېر دتمې خلاف زیات دی)).
د راغلي پلاوي غړي او د اداري اصلاحاتو کمیشنر بریالی هاشمي بیا لغمان والي ته د هر اړخیزو معلومات د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دغه ستره پروسه به په بشپړ شفافیت ترسره کړي او هیڅ روابط او اړیکې به پکې ځای ونه لري،یوازې او یوازې هغه ځوانان به خالي بستونو ته لار پيدا کوي چې تر نورو يې وړتیا وې لوړې او ښې نمبرې واخلي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د راغلي پلاوي د خبرو له اوریدو وروسته خوښي وښوده،د شفافیت پر اصل يې ټېنګار وکړ او دوی ته يې ډاډ ورکړ چې ددغې پروسې د ښه ترسره کیدو په برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي ،ترڅو هغه ګیلې او شکایتونه چې په تیر کې په دغه پروسه کې موجود وه رفعه او مستحقینو ته خپل حقونه ورسیږي او شته خالي بستونو باندې وړ کسان وګمارل شي.
راغلي پلاوي د لغمان ولایتي ادارې دهر اړخیزې همکاري مننه وکړه او یاده يې کړه چې د نویو بستونو لپآره ازموینه به دوه ورځو (شنبه او یکشنبه ) کې بشپړه او ورورسته به يې دپلان سره سمې پایلې اعلان او بریالي نوماندان به خپلې دندې پيل کړي.

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com