کور پاڼه / خبرونه / وسلوال مخالفین دوه انتخابه لري دسولې له پروسې سره یو ځای کیدل او یا وژل کیدل
naeemi

وسلوال مخالفین دوه انتخابه لري دسولې له پروسې سره یو ځای کیدل او یا وژل کیدل

لغمان والي دا څرګندونې نن د الیشنګ ولسوالۍ او شاوخوا سیمو د مشرانو سره ناستې کې وکړي،پيل کې راغلو مشرانو د ولایت رهبري سره خپلې یوشمېر سیمه ییزې ستونزې او غوښتنې شریکې کړي او له ولایتي ادارې وغوښتل چې تر هرڅه لومړۍ دې ددوی په سیمو کې د ډاډ من امن دټېنګښت لپاره اساسي ګامونه پورته شي.

مشرانو همداراز دولایتي ادارې دټولو ملي پروګرامونو ستاینه وکړه او دلغمان په وروستي انکشافي بهیر يې خوښي وښوده او یاده يې کړه چې په لغمان کې د رغنیز انکشاف په پراخیدو سره د خلکو ګڼې ستونزې حل او دښې راتلونکي هېلې يې غوړیدلي دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا دوی ته ډاډ ورکړ چې دمحلي ستونزو په حل کې به ېې اساسي تلاشونه وکړي او هم به دسیمو د امنیت لپاره دامنیتي ارګانونو فعالیتونه زیات کړي.

لغمان والي ددغه ولایت دسرتاسري امنیت په برخه کې دخلکو همکاري اړینه وبلله او غوښتنه يې وکړه چې خلک دي خپل خپلوان،د کورنۍ غړي او دوستان چې دوسلوالو مخالفینو په ناروا لکیو کې کار کوي وپوهوي چې غوره کړې لاره يې شیطاني،دهېواد او خلکو په زیان ده.

لغمان والي په دغه ناسته کې وسلوالو مخالفینو ته خبر داری ورکړ چې له دوه انتخابونو دي یو غوره کړي،دسولې له پروسې سره یو ځای کیدل او یا وژل کیدل.

لغمان والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د امنیتيځواکونو لخوا پروسلوالو مخالفینوشپني عملیاتونه او بریدونه زیات شوي دي ،چې ورسره سم ترډیره په دغه ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د فعالیتون ساحه راتنګه شوې ده.

دا هم وګورئ

Black-List

په پاکستان به یو تروریست هېواد وپيژندل شي

امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان د نړیوالو تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې …