کور پاڼه / خبرونه / د پکتیاپه پوله پاکستاني ځواکونه له تأسیساتوجوړولومنع شوي
sem

د پکتیاپه پوله پاکستاني ځواکونه له تأسیساتوجوړولومنع شوي

د پکتیا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ د شنبه دهمدې  ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د پولې په صفري نقطه کې د پاکستاني سرحدي ځواک د پوستې د جوړولو مخه نیول شوې .

په همدې اړه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن یکشنبه دیوې خبري سرچینې سره دخبروپه مهال ویلي چې پاکستانيو پوځیانو سره ځايي قومي مشرانو او په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو مسؤلینو خبرې وکړې او هغوی بېرته له دې هڅې اوکار په تیر شول.

دپکتیاوالي ویاند وايي کچېرې په یاده سیمه کې پاکستاني پوځیان خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي، نو هلته افغان سرحدي ځواکونه د تیارسۍ حالت لري او د زور ځواب به په زور ورکړي،کیدای شي کومه خونړي پېښه رامنځ ته شوې وای.

پاکستاني ځواکونه ډیرپخوایوه اعلامیه خپره کړې چې دوی به په ټول افغان سرحدي کرښه دیوال راوګرځوي اوپه ځینو سیمو کې به پوځې تاسیسات ورغوي ،خوسرچینه زیاتوي چې په یاد ولایت کې هېڅ داسې سیمه نشته چې پاکستاني پوځیانو دې د پولې دې لورې ته یا پر صفري نقطه پوستې او یا تاسیسات جوړ کړي وي،خواحتمال شته چې داسي پېښې دې بیاهم تکرار شي.

یاده دې وي چې پاکستاني اوافغان ځواکونوپه همدې پولو باندې څوځلې شخړې رامنځ ته شوې ،خودسمې خلکو دافغان سرحدي ځواکونو کلک ملاتړ کړی ،خودپکتیا په یاده سیمه کې د منګلو او مقبلو ګډ قومونه د پولې په دواړو غاړو کې اوسېږي چې له تاریخه دهغوی توندمزاج دهیواد پولې ساتلې اوهیڅ ډول دتیرې هڅه نه ده شوې.

دا هم وګورئ

ride

 کندز: ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې کې د طالبانو زندان مات کړ

تېره شپه شاوخوا لس بجې افغان ځانګړو ځواکونو په دشتې ارچې ولسوالۍ کې دهوايي او …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com