کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر غني ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل
jan

ولسمشر غني ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاعي برخه کې د اصلاحاتو لپاره د ملي اردو لږترلږه ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل

ولسمشر غني، د دغو جنرالانو د تقاعدۍ د لاسلیکولو په ترڅ کې وویل«موږ اصلاحات غواړو چې جنګ او سوله وګټو. اصلاحات یوازې د اصلاحاتو لپاره نه غواړو. دا پروسه به زموږ د رڼې راتلونکې لپاره دوام وکړي.»

د افغانستان حکومت غواړي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې زیاتې کړي او یو شمېر غیرمسلکي کسان، چې د تنظیمی اړیکو پر اساس د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي، د دغو ځواکونو له لیکو وباسي.

د ولسمشر غني له دې هڅې سره تنظیمونو، په تېره بیا جمعیت ګوند، چې اکثره دا ډول جنرالان ورپورې تړلي، اعتراضونه کړي دي.

دغه ګوند په ځلونو د ولسمشر غني حکومت له دولتي ادارو څخه د مجاهدینو په تصفیه کولو تورن کړی دی.

ولسمشر غني کابو دوې اوونۍ وړاندې په کابل کې د ملي اردو یوې اډې ته د تګ په مهال وویل، حکومت هڅه کوي چې د افغان خاصو عملیاتي ځواکونو قابلیتونه لا زیات کړي او په لنډ وخت کې به د دې هدف لپاره یو لړ ګامونه واخیستل شي.

دا هم وګورئ

IMG_0749 - Copy

کندز والي:ګډکار او همغږي دپرمختګونو بابونه پرانیزي

نن د  ولایت مقام په حضور کې د ټولګټو چارو ریاست، دمحلی او ولسوالیو شورا …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com