کور پاڼه / خبرونه / پکتیا ته وارداتي برېښنا په ازمایښتي ډول ورسېده
sa

پکتیا ته وارداتي برېښنا په ازمایښتي ډول ورسېده

له کابل څخه لوګر او پکتیا ته په ازمایښتي ډول برېښنا راپرېښودل شوه، تر څو د غزیدلي لاین او په دغه مسیر کې د پرتو سب سټېشنونو ممکنه تخنیکي مشکلات په ګوته شي او یا هم په بریالیتوب سره د لاین د انرجایز کېدو په صورت کې په راتلونکو ورځو کې لوګر او پکتیا ته په دایمي توګه برېښنا راپرېښودل شي.
د ننۍ ازموینې بریالیتوب د جنوب ختیځوولایتونو لپاره بې سارې زېری دی. د ټولنیزې هوساینې او اقتصادي پرمختګ په لور دغه لوی ګام دې د پکتیا او لوګر ټولو ولسونو ته ډېر ډېر مبارک وي.
پکتیا ولایتي ادارې د دغې پروژې په تکمیل کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي او دغه هڅې به تر هغې دوام وکړي تر څو د هر پکتیاوال کور ته برېښنا ورسیږي.
د ولایتي ادارې مشرتابه د ټولې ادارې او ولس په استازولۍ له جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، اوبو او برېښنا وزارت، افغانستان برېښنا شرکت او ټولو اړونده ادارو څخه مننه کوي، چې د دغې پروژې په بشپړولو سره یې د جنوب ختیځ زون اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړه.

دا هم وګورئ

Black-List

په پاکستان به یو تروریست هېواد وپيژندل شي

امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان د نړیوالو تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې …