کور پاڼه / راپورونه / مودي او ټرمپ پر افغانستان خبرې وکړې
tr

مودي او ټرمپ پر افغانستان خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هند صدراعظم نریندرمودي د افغانستان امنیت ته د واشنګټن او نوي ډیلي ژمنه تازه کړه.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو تېره شپه /پنجشنبه/ په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ او صدراعظم مودي همدا راز د هند او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د امریکا او هند اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې نژدې شوي دي.

د دواړو هیوادونو د اړیکو نژدې توب د پاکستان اندېښنه پارولې ده.

دا هم وګورئ

Snapshot(2)

ننګرهار: برید د ۹ تنو په شهادت او د ۳۶ تنو په ټپي کیدو پای ته ورسید

نن غرمه ۱۲ بجي او ۵۰ دقيقي لومړۍ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه …