کور پاڼه / خبرونه / د کانتینیټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول
hoot

د کانتینیټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول

د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل

حکومتي سرچینې وايي چې د کانتینینټل هوټل د حملې په اړه څېړنې لا دوام لري او ژر به یې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ نن شنبه وویل، د دې هوټل د حملې د تحقیقاتو په لړ کې یې د یوه بهرني په ګډون له هیواده د څلور تنو پر وتلو بندیز لګولی دی.

په دغو کسانو کې د کابل – بلخ د امنیتي شرکت خاوند او د هغه مرستیال، د کانتینینټل هوټل رييس او د هوټل د امنیت امریکايي منېجر شامل دي.

د کانتینیتل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول.

د کابل- بلخ امنیتي کمپنۍ د دغه هوټل امنیت په ټېکه اخیستی و.

پر کانتینینټل هوټل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

دا هم وګورئ

Black-List

په پاکستان به یو تروریست هېواد وپيژندل شي

امریکا پرېکړه کړې چې پاکستان د نړیوالو تروریستانو د مالي ملاتړ کوونکو په لیست کې …