کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر د زابل ولایت په اړه ځانګړې پاملرنه غوښتې
ghani

ولسمشر د زابل ولایت په اړه ځانګړې پاملرنه غوښتې

افغان ولسمشراشرف غني دزابل ولایت له ځايي دیني علماؤ ،قومي مشرانو اودهغه ځای له چارواکوسره په ارګ ماڼۍ کې دځینو په اړه دحل لپاره خبرې وکړي.

په دې لیدوکې دزابل ولایت استازو دهمدې ولایت دمشرانوجرګي غړو هم ګډون کړی ،خود دوی دلیدنې موخه په همدې ولایت کې دپوهنتون رغول اویوهوايي ډګرجوړولو په هدف ترسره شوې چې ځینې نورې غوښتنې اوپینهادونه یې وړندې کړې دي.

دجرګې غړي حاجي رحمت الله هوتک ،ډاکټرځملي توخي قلاتوال اوځینونورو په ځانګړو غوښتنوسره له ولسمشراشرف غني څخه غوښتې چې ددې ولایت په کمزوري وضعیت باندې جدي کتنه وکړي،ترڅوپه دې ولایت کې دژوندي ولس هیلې تاندې شي.

ځايي چارواکو ولسمشرڅخه غوښتې چې دوی دهمدې دځوانو ولسونو هیلې راوړي ترڅوهلته تعلیم نظام پیاوړي شي اوداقتصادي اوټولنیزوچارولپاره کار وشي.

خوافغان ولسمشرهغوی ته ډاډ ورکړی چې ددوی هرډول قانوني غوښتنې به داړونده وزارتونو په توسط ورغوي ،هغه ورسره ژمنه کړي چې زابل ولایت کې به ځانګړي اوفوق العاده چارې ترسره کړي.

ولسمشردزابل ولایت لارښوونه کړې چې خپل مشکلات اوغوښتنې داصطلاحاتو کمېسیون اداري اوملکي خدماتو ارزیابي کړل شي،ترڅودیوې شفافې پروسي له لارې دهمدې ولایت چارې ترسره شي.

 ولسمشرددې ترڅنګ دزابل ولایت دیوه منظم پلان له مخې داوبورسونې چارې هم اړینې وګڼلي چې په هیواد کې زابل دبادامو دحاصلاتو یواځني ولایت دی ،باید په اړه یې جدي اقدام وشي.

ولسمشردهمدې ولایت دوسله والوپه اړه هم ځینې هدایات ورکړي ترڅو دامن یوفضاء جوړشي او وسله وال دسولې له پروسي سره یوځای کړل شي،هغه ددې ولایت هراړخیزبدلون غوښتنه وکړي چې دوی به ورسره همکاري کوي

دا هم وګورئ

IMG_0749 - Copy

کندز والي:ګډکار او همغږي دپرمختګونو بابونه پرانیزي

نن د  ولایت مقام په حضور کې د ټولګټو چارو ریاست، دمحلی او ولسوالیو شورا …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com