کور پاڼه / راپورونه / په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې شوې
afghan

په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان خبرې ناکامې شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاوو په خبرو کې پر مهمو مسلو دواړو خواوو پرمختګ نه دی کړی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بې له دې چې د خبرو زیات جزییات وړاندې کړي، ویلي چې دواړه خواوې باید پر ځینو مسلو کار وکړي.

په عین وخت کې د پاکستان یو شمېر رسنیو ویلي چې خبرې ناکامې شوي دي.

دي نیوز ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر پلان دوه ورځیني خبرې پرون له بند حالت سره مخامخ شوې، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف ولیدل شو او حتي دوی ونه کړای شول چې د خپلو خبرو په پای کې ګډه اعلامیه خپره کړي.

ظاهراً د افغانستان لوري له پاکستان څخه د تروریستي ځالو پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کوله خو پاکستان حاضر نه و چې کلکه ژمنه وکړي.

ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې پاکستان په دې ټینګار درلود چې ټول افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه شي څو په پاکستان کې د طالبانو پناهځایونه ختم شي.

پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې د افغان کډوالو په کمپونو او کلیو کې طالبان پناهځایونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دي نیوز ته ویلي«دا به ونه وایم چې خبرې بیخي ناکامه شوې، دا ویلی شم چې خبرې له بند حالت سره مخامخ شوې. دواړو خواوو ومنله چې لا هم د خبرو لپاره ځای شته، لا هم په راتلونکي کې خبرو ته هیله شته خو د نورو خبرو لپاره نېټه ټاکل شوې نه ده.»

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې له تروریزم سره د مبارزې او د پخلاینې په پروسه کې د دواړو خواوو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی؛ خو پاکستان بیا ویلي چې دواړو خواوو ښې خبرې کړي دي.

دې ورځپاڼې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ په ځینو مسلو کې ژور اختلاف و.

دا هم وګورئ

Snapshot(2)

ننګرهار: برید د ۹ تنو په شهادت او د ۳۶ تنو په ټپي کیدو پای ته ورسید

نن غرمه ۱۲ بجي او ۵۰ دقيقي لومړۍ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه …