کور پاڼه / لیکنې / د ژوند په هره برخه کې د اعتدال دريځ غوره کړئ
Capture

د ژوند په هره برخه کې د اعتدال دريځ غوره کړئ

 ژباړه: انـــدیال ســاپی

هر عاقل او ځيرکه انسان ته پکار دي چې په راحت کې ځان په اعتدال روږدی کړي ځکه چې د سړيتوب خاوند د خوښۍ او کړاو دواړو حالتونو کې د اعتدال دريځ غوره کوي.

يو شاعر وايي:

ولست بمفراخ إذا الدهر سرنی *** ولا جازع من صرفه المنقلب

ژباړه: د زمانې له خوشالونې خوښ نه يم او نه د هغی له مصېبتونو او ستونزو فرياد کووم.

له دې ځای مونږ وينو چې د سړيتوب څښتن په واک او قدرت کې د فخر او لويۍ ژوند ته نه پریوځی او نه به يې د قدرت څخه ګوښه والی په افسوس کې واچوي، دولت او مالداري به يې غرور او سرغړونې ته نه اړ باسي ناچاري به يې ذلت او سپکاوۍ ته نه مجبوروي.

حکيم العربي وايي:

خلقان لا أرضى اختلافهما *** تيه الغنى ومذلة الفقر

فإذا غنيت فلا تكن بطرا *** وإذا افتقرت فته على الدهر

واصبر فلست بواجد خلقا

*** أدنى إلى فرج من الصبر

ژباړه: د دوه خويونو تله راتله نه خوښووم، د دولت غرور او د ناچارۍ ذلت، کله چې مالداره شې نو غرور او سرغړونه مه کوه او کله چې ناچاره شې وخت د سختيو مبارزه وکړه، صبر کوه ځکه د صبر پرته داسې خوی او عادت نشې موندلی چې پراخۍ ته نېږدې وي.

عبدالعزيز بن زراره الکلبي وايي:

كلا بلوت فلا النعماء تبطرني *** ولا تخشعت من لأوائها جزعا

ژباړه: کله چې امتحان شوی يم نو نعمتونو لويۍ او غرور ته نه يم اړ کړی، او نه مي د وخت مصیبت ته چغې او فریاد کړي .

عمر بن عبد العزيز ويلي دي: “راحت او تکليف زما په ور دوه تړلې سپرلۍ دي هيڅ پروا نه کوم چې په کومه يوه سپور شم”.

په اعتدال د انسان اخلاق سميږي، حالات يې مینځ لاری ته راځي او له دې امله د اخلاقو د بدلون څخه سالم پاتې کيږي.

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد

دا هم وګورئ

girls

ځینې لارې چارې چې د جنسي تېري په مخنیوي کې مرسته کولی شي

د جنسي تېري د مخنیوي لپاره تر هر څه لومړی په دې اړه پوهاوی اړین …