کور پاڼه / لیکنې / د ژوند ژغورنې رښتینی اتل
Dawood

د ژوند ژغورنې رښتینی اتل

داد افغان نوښتګر ځوانانو دبنسټ بنسټګر ښاغلی داود افغان دی،افغان لکه څرنګه يې چې له نوم ښکاري یو نوښتګر او مبتکر دعلم له سترې هستۍ برخمن انسان دی،ښاغلي افغان دسولې دتامین،دبندو مدرسو او ښوونځیو دبیاپرانستلو ،اړوکسانو ته دویني ورکولو او له نېشه يې توکو سره دمبارزې لپاره د۱۳۸۹ کال د وري په میاشت کې هغه مهال  چې دشیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو دپوهنځي محصل ؤ یادو ولسي سپېڅلو هېلو ته د رسیدو په موخه دافغان نوښتګر ځوانانو په نوم بنسټ رامنځته کړ.

افغان دخپلو نږدې ملګرو له مشورې اوهوکړې وروسته ددغه سپېڅلې قدم په اخیستلو سره ډیر ژر د شیخ زاید پوهنتون دمحصلانو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ،په لومړیوکې دشیخ زاید پوهنتون زرګونه زده کړیالان حاضر شول چې په داوطلبانه توګه دنوښتګر ځوان داود افغان په مشرۍ رامنځته شوی (دځوان وینې بانک) ته دویني ورکړې لپاره نوم لیکنه وکړي،ترڅو د هیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ  ځوانان د وینې د ورکولو له کلتور او خپلو اړو خویندو او وروڼو سره مرستې ته چمتو کړي،چې له همغې تر دې دمه لس ګونه زره ځوانان دویني ورکړي قربانۍ ته دافغان له برکته چمتوشوي او اړ خلکو ته يې داړتیا پرمهال وینه ورکړې ده.

دافغان نوښتګربنسټ بنسټګر او همکارانو يې خپل سپېڅلې فعالیتون او د ژوند ژغورنې خدمات یوازې تر خوست محدود نه کړل اودخپلو فعالیتونو لمن يې دهېوادمرکز،د ولسمشرۍ او پارلمان تر ماڼیو  او دنورو ولایتونو ترپوهنتونونو هم ورسوله.د اړو خلکو لپاره يې دپخوانې ولسمشر حامد کرزي  او دنوموړي دمعاونینو ، دپارلمان له وکیلان،وزیرصاحبانو اونورو لوړ پوړو چارواکو څخه وینه واخیسته او د اړمنو او محتاجوهېواد والو دژوند ژغولو په موخه يې هغوی ته ورکړه .

دنوښتګرځوانانو بنسټ دخپلو نورو ټاکل شویو اهدافو ترڅنګ چې دپوره کولو لپاره يې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي، دځوان ویني بانک يې ترنورو مخکښ برېښې، اوس مهال په خوست ،پکتیا،پکتیکا،غزني،کندهار،هلمند،هرات،کندوز،مزار شریف،کنړ اوننګرهار پوهنتونونو کې دخپلو نماینده ګانو او ددې بنسټ دهمکارو محصلینو لخوا تقریباً هره ورځ دهېواد په بېلابېلو امنیتي پېښو کې ټپي شویو  وروڼو ته په داوطلبانه توګه وینه ورکوي.

دوی  په یادو پوهنتونونوکې دخپلو نماینده ګانو لخوا  د داوطلبو محصلینو چې اړو خلکو ته د ویني ورکړې لپاره چمتوي وي، په ځانګړو لیستونوکې دمحصل نوم،پوهنځی ،دویني ګروپ او دتلیفون شمېره ثبت کوي،  کله چې ویني ته اړتیا لرونکی کس پوهنتون ته ورشي نو دافغان نوښتګرځوانانو بنسټ ولایتي  مسؤل دترتیب شویو  لیستونو له مخې هغه کسان چې دویني ګروپ يې دناورغ سره برابر وي روغتون ته لیږي، ترڅو اړمن کس ته چې ژونديې په خطر کې دی وینه ورکړي.

دهمدې نوښتګر ځوان دهڅو او کوښښونو  له برکته موږ وینو چې دهېواد په بېلابېلو خونړیو پېښو کې چې وروستۍ يې په ننګرهار کې ترسره او تر ۱۵۰ زیات هېواد وال  يې مړه او ټپيان کړل د ویني ورکړې قرباني وه،کله چې په ننګرهار کې خونړی ځانمرګی برید ترسره شو،په ننګرهار پوهنتون کې دافغان نوښتګر ځوانانو ولایتي مسؤل سلګونه داوطلب محصلین دننګرهار ملکي روغتون ته ور وستل او ټپيانو ته يې په ډیره بې صبرۍ او  د وطنپالني او ولس پالنې په لوړ احساس سره خپله وینه نذرانه کړه،دا یوازې ننګرهار نه دی چې د افغان نوښتګرځوانانو بنسټ پکې ولسي ژوند ژغورني هڅې کوي،دوی دټول هېواد په کچه د دا ډول قربانیو  او فدا کاریو ډیرې نمونې لري.

 رښتیا هم داد افغان نوښتګر ځوانانو دبنسټ دهڅو پایله ده چې په اوس وخت کې زموږ ډیری ځوانان پرته له دې چې ددې بنسټ پورې تړاو ولري په ډیر شوق سره د اړو خلکو دژوند ژغورلو  لپاره دوینې ورکړي په موخه روغتونونوته ځي او په ځوانانو کې دویني ورکړې کلتور دود شوی دی، له دې وړاندې به مو لیدلي او یا هم اوریدلي وي چې په ډیر مشکل سره هم یوځوان نه غوښتل چې اړ او احتیاج کس ته چې ژوند يې په نطر کې دی وینه ورکړي، دا چې اوس دا خبره له منځه تللي او ځوانان په ډیر شوق سره اړمنو ته وینه ورکوي ،زه يې دافغان نوښتګر ځوانانو  دنوښتګر مشر ښاغلي داود افغان له برکته بولم، افغان دخپلو ملګرو او همکارانو په مټ دلوی څښتن په فضل او دخپلې وینې په قربانۍ د ډیرو ژوند ژغورلی دی،دې ټولو ته په کتو داود افغان دژوند ژغورنې رښتینی اتل دی .

لیکوال :‌سیدالرحمن عابد

دا هم وګورئ

Untitled

بې فکره خبرې او کړنې د بې هدفه ډزو په شان وي

   ډېری وخت به نه غواړې چې د یوې موضوع په تړاو خبرې وکړې؛ خو …