کور پاڼه / ځانګړي مطالب /  ژبه او پیدايښت یې
tong

 ژبه او پیدايښت یې

ژبه د ژونديو موجوداتو ترمنځ  خبر( اطلاعات) ورکول دي. دهغه جملې څخه د شاتو مچۍ د شاتو د منبع په سر د ګرځېدو له لارې نورو مچيوته د شاتو د منبع خبر ورکوي.

مېږيان د خپلو دوو انتنونو او بوی له لارې نور مېږيان خبروي

ښځينه بوراګانې په هوا کې د نرينه بوراګانو توجه ځانته د يوډول بوی په واسطه ور اړوي

مرغان د يو ډول ږغ يا چڼآ (چنګي چنهار) له لارې د سيل نورو مرغانو ته ديوه نوي ټاټوبي  ( اوسېدو ځای) دموندول خبرو ورکوي.

د انسانانو د خبرو ژبه انسانانو ته دغه امکان ور بخښي چې ديوشمېر محدودو او ساده ږغونو له لارې يو زيات شمېر غير محدود نوي او مغلق اطلاعات جوړکړي دغه محدود او مغلق اطلاعات زموږ ورځنۍ خبرې دي چې دهغو له لارې خلکو ته څه ورزده کوو دلايل په وايو دځان دفاپه کوو او يا په هغو سره نورو خلکو ته خدای ج د نه  کړي ازار ورکوو.

ژبه څرنګه پيدا شوې ده:

ددې پوښتنې ځواب ډېر سخت دی او يا حتی ناممکن دی چې د انسانانو ترمنځ به د لومړي ځل لپاره ژبه کله او څرنګه منځ ته راغلې وي؟

يوازې او يوازې د قران شريف ديوه آيت شريف څخه دومره پوهېږو چې خدای ج فرمايي (کله چې ما آدم ع ځمکې ته رالېږه د شيانو نومونه او اسمونه مې ورزده کړل) داچې دغه ژبې نو بيا څرنګه پرمختګ وکړ او دنن ورځې د نړۍ اوسنۍ د ۶۰۰۰ په شاو خوا کې ژبې څرنګه ورنه جوړوې سوې هم انسانان بې ځوابه پاتې شوي دي.

ژبه څه شی ده؟

د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار په آند ” ژبه دداسې تړوني (قراردادي) غږيزو پيلامو (علامو، سېمبولونو) يو غونډال (نظام، سېستم) دی چې ديوې ټولنې وګړي يې د خپلمنځي تړاو او پوهاوي لپاره پر کار اچوي.” (پښتو وييپوهنه او وييرغاونه، ۱۳۹۳ل،مخ. ۳۰.

شننه: ژبه ولې تړوني (قراردادي) ښکارنده (پديده) ګڼل کېږي؟

داځکه چې ژبه په بشپړه توګه د ټولنې د وګړو د يو پراخ ګډ تفاهم په پايله کې منځ ته راځي، وده او پرمختګ کوي، زړيږي او له منځه ځي ( مړه کېږي). همدا لامل دی چې نږدې هره ټولنه ځانله جلا ژبه لري داسې چې د هغې ټولنې اړوند ټول وګړي پرې پوهيږي او يو د بل د پوهولو او راپوهولو پر موخه ورڅخه کار اخلي.

ټولنې له پيله په داسې يو ګډ غږيز سېستم هوکړه کوي چې د مفاهمې (Communication) چاره پرې سرته ورسوي او دا ډول سېستم چې موږ يې ژبه بولو، هره ټولنه يې په خپله خوښه منځ ته راوړي. دبېلګې په ډول په انګليسي ټولنه کې انګليسي ژبه د يو ټولنيز تړون په ډول د تفاهم وسيله ده حال داچې زموږ په پښتنه ټولنه کې بيا دا ډول ټولمنلی تړون د پښتوژبې پر سر شوی تر څو يو دبل دپوهولو او راپوهولو لپاره ورڅخه کار واخستل شي.

ژبه ولې غږيز سمبولونه يا علامې دي؟

د سيمبولو نو يا نښو نښانو مانا داچې دوی پخپله آر (اصلي) شيان نه بلکې د هغوی نومونکي دي. په ساده وينا هغه ويونه (لغات)چې موږ يې د شيانو (Objects) لپاره کاروو،یوازې د هغوی نومونکي يا مُسما کونکي دي. هر نوم (ښووند،دال) يوازې او يوازې د خپل (ښوولي،مدلول) نومونه کوي او په طبيعي ډول ورسره نورهېڅ راز اړيکه نه لري.د بېلګې په توګه موږ د ډبرې ويی ديوې جامدې او سختې مادې (ډبرې) لپاره کاروو،خو په دغه ويي (سيمبول) کې د دغه کلک او سخت شي دڅرنګوالي او جامدوالي هېڅ راز طبيعي نښه يا څرک نشي حس کېدلی. داځکه نو دبلې ژبې ويونکی زموږ په دغه تړوني (قراردادي) سيمبول نه پوهيږي. هغوی دخپل هغه تړوني سيمبول سره اشنا دي چې هغوی يې پخپله ټولنه کې کاروي. دبېلګې په توګه په انګليسي ټولنه کې د اوبو(H2O) لپاره د (Water) پر ويي (سيمبول) هوکړه شوې په داسې حال کې چې ورته (عينې) ويی يا لغت (سيمبول) په پښتنه يا بله هره ټولنه کې د ورته مطلوب شي (اوبه) لپاره، نه کارول کيږي داځکه چې دلته زموږ په ټولنه کې د اوبو(H2O) لپاره پر يو بل ويي (سيمبول) هوکړه شوې چې هغه (اوبه) دی يا لکه په فارسي ژبه کې (اب) دی.

خو دغه سيمبولونه تش په نوم غږيز يوونونه (واحدونه) نه بلکې له ځانونو سره ځانګړې ماناوې (concepts) هم لېږدوي. دسويسي ژبپوه فرديناند دي سوسيور (Ferdinand de Saussure, 1857-1913) پر آند هر ژبنی سيمبول يو دوه اړخيز يوون (واحد) دی چې يو اړخ يې مانا (Meaning) او بل هغه يې عږيز انځور (sound-image) دی. دبېلګې په توګه کله چې موږ وايو

(په خوله يې راوړو) چې (کور) نو دلته د (کور) ويی په رښتوني توګه يو غږيز انځور دی چې د هغه د ښوولي (مدلول) يانې (کور) لپاره کاريږي او هغه دلالت چې دغه ويی يې د هغه پر مدلول کوي، ورته مانا(Concept, meaning) ويل کيږي.

ژبه څنګه وده کوي؟

دژبې پرپرمختګ اوودې ډېر څيزونه اثر کولای شي.جګړې، سوداګري او دوګړيوله يوځاى نه بل ځاى ته لېږدېدنه ژبې ته وده ورکوي اويايې دمرګ کندې ته غورځوي.يو مهال لاتين ژبه دجنوبي اولويديځې اروپا پر يوې غټې برخې واكمنه وه.رومي پوځ له ځان سره هغو سيموته چې دروم امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې ، وړې وه.خو کله چې رومي امپراتورۍ دشمال ختيځ له لوري ديرغلګروپرلاسوکښېوته او واکمني يې پای ته ورسېده، نوتقريبالاتين هم ورسره مړه شوه. اواوس يواځې په رومن کاتوليکوکليساوو، ددرملولپاره دنسخو په ليکنې، د بوټواوحيواناتو په نومونې کښې استعمالېږي.

په شمالي امريکا کښې لومړني مېشت شوي استعمارچيان انګليسان ول،نو له دې امله دهغوی ژبه(انګرېزي) دمتحدوايالاتو ژبه وګرځېده.همدغسې په لاتيني امريکا کښې هسپانويان لومړني مېشتېدونكي يرغلګر ول، نو دهغوۍ ژبه(هسپانوي) هم له دې لارې دجنوبي امريکا په ډېروهېوادونو کې حاکمه شوه

امريکايي ، برتانوي او کاناډايي سوداګران دنړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کښې لري ، نوهمداده چې دنړۍ په ډېرو سيمو کې انګريزي پرمختګ کوي او دډېروهېوادونودوهمه ژبه ګرځېدلې ده…. همداشان دبېلابېلووګړيوترمنځ اړيكي هم ژبه شتمنولاى شي.دساري په توګه په ١٠٦٦م کال کښې، پرانګلستان د(نارمن فرانسويانو) له يرغل نه مخكې انګرېزي د(انګلوساکسون) يوه لهجه وه. (نارميان) پر فرانسوۍ ژبه غږېدل.وروپه ورو(نارمن فرانسوي) او(انګلوساکسون) سره ګډې شوې او دانګرېزۍ غټه برخه ترې جوړه شوه.په ( انګلوساکسون)کې دغوايي او غوښې لپاره يوه کلمه کاو=Cow موجوده وه.خو فرانسوۍ د`غوا` او `غوښې` لپاره ځانته، ځانته کلمې درلودې. غوښې ته يې بوف= boeuf وايه، همدغه کلمه انګرېزۍ ترې واخيسته او خپله تشه يې پرې ډکه کړه. همدغسې ژبه دنويوکلمو جوړولو، دسلنګ يا ناادبي ژبې پرځای او سم استعمال له لارې هم پرمختګ او وده کولای شي…[1]

د ژبې په هکله د نړۍ د بېلابېلو پوهانو نظرونه:

ژ اکدريد وائي : ژبه د نښانو مانا ده ؛ او مانا ثابته او ټاکلې نه ده. ژبه دانسانانو ترمنځ درمزونو منظم او منل شوۍ شکل دۍ ، چي د ږغونو په توزين ، جوړيږي . دا ږغونه پيچيلي او متناسب دي . يا په بله مانا ژبني ږغونه د شتون انعکاس دۍ ، چي په قراردادي ډول منځ ته راځي . که د ژبي قراردادي توب ومنو ، بيله شکه به د ژبي ټولنيز توب را بر ملا شي . د ژبي د پيدايښت په اړه له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي ، ليکني خپري سوي ، اندونه وړاندي شوي ،او بيلا بيلي طرحي او ايزمونه رايج شويدي . په دي لړ کي تر ټولو پخوانۍ بحث د ژبي د پيدايښت په اړه د هيرودوت په اثارو کي ليدل کيږي ، چي پنځه سوه مخزيږد کاله يې ژوند کاوه . نوموړي ليکلي چي : مصريانو خپل ځانونه او د هغوۍ پاچا پاتيک تر ټولو انسانانو خپل خيل او بيا ځانونه وړاندي گڼل ، خو وروسته تر يونيمگړي ازمايښت دې پايلي ته ورسيدل چي د ( ريگه قوم ) تر ټولو پخوانۍ دۍ .(( د پاتيک په ازمايښ کي د ماشومانو د بکس وينا معيار وه((.

د تاريخي متونو په لړ کي د ژبي د پيدايښت او ازمايښت دا لومړنۍ او پخوانۍيادونه ده . تر هغه وروسته يوناني افلاتون ( ٤٢٧ _٣٤٧ مخزيږد) د کليمو پر منشا او جرړو تاکيد درلود ، او په ځانگړې توگه پردې مسئله چي د مادي شيانو او د ژبي د لغتونو ترمنځ اړيکي شته او که نه ، او که ژبه يوازي يو قراردادي ټولگه ده ؟ د دې پوښتني په اړه يې زيات ارزښتمن مطالب ليکلي او خپاره کړيدي . د لرغوني يونان اپيکوريان او رواقيان د طبيعي څيزونو يا پيښو او ږغونوترمنځ ورته والي يوه طبيعي او متناسبه رابطه بولي ، چي د ژبي په سيله را څرگنديږي . ژبه د ټولنپوهانو له نظره يو تعريف او د ژبپوهانو له نظره بل تعريف لري او همداډول د بشر پوهني له اصولوڅخه بيا ژبه بله مانا لري چي ښايې په نوروافادو کي هغه مانا ونه لري . د دې سره سره د ژبي يو نسبتا منل شوۍ تعريف دادۍ چي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي د قراردادي ږغونو سمبوليکه او سيستماتيکه ټولگه ده ؛ په دې ترتيب د ژبي په پورتني تعريف کي درې مهم ټکي را څرگنديږي ، لومړۍ داچي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي … ،دويم د قراردادي ږغونو سمبول …،او دريم دا چي سيستماتيکه ټولگه ده ؛ چي د دې هر ي افادې سپيناوي ته اړتيا شته .

داخبره بيخي څرگنده ده چي ژبه د انساني ټولنو په منځ کي شته ، ښايې داسي نور حيوانات او ژوي به وي چي د غريزې پر بنسټ موزون ږغونه وکاروي ، خو د پوره افادې شتون په هغو غريزوي ږغونو کي نه ليدل کيږي . دا بوازي انساني ټولني دي چي خپل په منځ کي د خپلي ژبي د جوړښت سره سم مفاهيم او افادې منځ ته راوړي او بيا يې د تعميم او کارولو چاپيريال برابروي . دويم ارزښتمن ټکۍ د ژبي قراردادي بريښ او سمبول دۍ چي د انسانانو تر منځ منل کيږي او بيا يې د کارولو پر وخت ستونزي نه لري .او دريمه ځانگړتيا يې پرله پسې والۍ دۍ ؛ داټکۍ د وينا له مخي ساده بريښي خو دهغه توضيح په اسانۍ سره نه شي ترلاسه کيدای ، د دې لپاره بايد مثالونو ته راوگرځو ، په دي ترتيب چي : هره ژبه ځان ته ځانگړۍ جوړښت لري خو انتظام او سيستم په هره ژبه کي شته د بيلگي په توگه که چيري يو تن خبره داسي پيل کړي چي (( محمود… د…،)) په تشو ځايونو کي داسي مناسب لغاتونه او جملې ځای کړو چي ټاکلې افاده ځني واخستل شي . لکه(( محمود نن د احمد کور ته ولاړ))دلته فعل ، فاعل او مفعول ټوله په ترتيب سره وکارول شوه چي دا د ژبي سيستماتيک والۍ دۍ ، چي دا سيستم په ټولوژبو کي بيله شکه شته . ښايې چي ځني طوطيان هم داډول جملې وکاروی ، او وويلای شي چي محمود نن د احمد کورته ولاړ، خو داسي نه شي کولای چي د اوښتۍواقعيت انعکاس دي وکړي او هغه دا چي طوطي نه شي کولای د محمود پرځاي کلبي او د نن پرځاي د سبا او يا پرون زمانه د اړتيا په صورت کي وکاروي. په دې ترتيب د انسانانو ژبه سيستماتيکه ده ؛ اوس چي په ټوليزه توگه د ژبي په پيدايښت او ږغونو څه ناڅه وږغيدو ، د خپل بحث د بشپړتيا لپاره لومړۍ د افغاستان لرغوني ژبي او بيا يې ليکدودونه را څيړو او سپړو ، ترهغه چي د خپل هيواد په لرغونو ژبو او لرغونو ليکدودونو څه نا څه پوه شو .

دژبي د هغه منل شوي تعريف پر بنسټ چي پخوا مو ورته پام وکړ ، يو ځل بيا د افغانستان لرغونو ټولنو او اولسونو ته ور گرځو . دا چي ژبه د انساني ټولنو سره منځ ته راغلې ، وده يې کړي او د همدې ټولنو سره يې برخليک تړلۍ پاته شوۍ ، ځکه اړينه ده چي يو ځل بيا لرغوني تاريخ ته وروگرځو. لا تر اوسه څيړونگو نه ده څرگنده کړې چي د لرغونو افغانانو ژبه کومه او په څه نوم ياديدل ؟يوازي د لومړيو مدنيتونو پر مهال د دې سيمي د لرغونو اوسيدونکو د ژبي او ليکدودپه اړه څه ناڅه معلومات شته او د پوهيدو لپاره يې څرک په سترگو کيږي . د هغو لاسوندونو پر بنسټ چي د باغزکوي او هند پر منابعو متکي دي ، دا څرگنده وي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک سيمه يې اريانا ويجه او ويونکي يې اريائيان وه. ژبپوهانو دا ژبه د اوسنيو معمول او ژونديو ژبو لکه : پخوانۍ سانسگريت ، اوستا ، پښتو ، فارسي ، پهلوي او يو شمير نورو ژبو سر چينه او لومړۍ منبع گڼي چي لږ تر لږه د ٢٠٠٠ زره مخزيزيږد کاله څخه تر٨٠٠ مخزيږد کاله پوري کارول شويده. يو شمير ژبپوهان په اسيا او اروپا کي اوسنۍ معمولي ژبي په پخوانۍ او لرغونو زمانو کي د يوې ريښې څخه راولاړي گڼي خو دا ژبي په ټوليزه توگه پر دوو برخو ويشي چي د سيتم او سينتم په نومونو يې مسما کړيدي . په دې نومولو کي د ژبپوهانو لپاره د(( سل ))کليمه معياري شويده . په دې ترتيب هندواروپائي ژبي په دوو برخو سيتم او سينتم ويشي چي هره برخه يې ځان ته نوري ژبي لري په دې ډول :

تر اوسه لا پوره څرگنده نه ده چي د افغانستان د لومړيو مدنيتونو پر مهال د هغو وگړو او اولسونو ژبي څه شي او څرنگه وې ؟خو يو شمير پوهان په دې باور دي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک وه چي بيا وروسته بدله شوه او د اوښتون او را اوښتون په لړۍ کي يې نوري ژبي وزيږولې چي په دې لړ کي تر ټولو پخوانۍ ژبي سانسگريت ، پراکريت اوستايې پخوانۍ پښتواو پاړسي او يو شمير نوري ژبي وې چي وده يې وکړل او د ليکونو تر بريده ورسيدې . ويدي سرودونه او يو شمير اوستايې متون په سانسگريت ژبه ليکل شويدي . او په يو شمير کتيبو او ډبر ليکونو کي د پښتو او پخوانۍ پاړسي ژبي څرک هم ليدل کيږي.

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونوپوهانو په وسيله يو شمير لرغوني کتيبې او ډبر ليکونه پيداشوي او لوستل شوي دي . چي شمير يې تر لسگونو کتيبو او ډبر ليکونو زياتيږي . لرغونپوهانو او ژبپوهانو د دې کتيبو او ډبر ليکونو د ښه پيژندلو او په هغو د ښه پوهيدلو په نيت لاندي ويش معمول کړيدۍ ، په دې ترتيب چي :

د پخوانيو ليکونو سرليک د هغه مدني پير لپاره کارول کيږي چي په ويدي او اوستايې نومونو يادشويدي . د هغو ويدي سرودونو څخه چي لا تر اوسه د زماني په لمن کي خوندي پاته شوي ، داسي څرگنديږي چي د لومړي ځل لپاره د هندوکش په سهيلي برخو کي د ميشتو اريائيانو له خواويل شويدي . خو د ژبپوهانو له انده د هغو ويدي سرودونو پر بنسټ چي په سهيلي برخو کي ويل شوي داڅرگنديږي چي دا ترانې او نعتونه د ادبي بهير په هغه پړاو کي دي چي د ترکيب او تدوين بيلا بيل پړاونه يې تر شا پاته شويدي . دا شمير ژبپوهان په دې باور دي چي موږ ته راپاته يا تر اوسه رارسيدلي سرودونه هغه ټول سرودونه نه دي چي د هندوکش په شمال او سهيل کي اريا ئيانو ويلي او تدوين کړيدي . د سرودونو د تاريخ په اړه ويل کيږي چي د ٢٠٠٠ دوه زره مخزيږد کاله څخه تر١٢٠٠ يو زراو دوه سوه مخزيږد کاله پوري زمانه په بر کي نيسي . دا سرودونه تر ويلو څوپيړۍ وروسته په سانسگريتي ليکدود ليکل شويدي . په داسي حال کي چي لرغونواريائيانو ژبه او ليکدود لا تر اوسه پوره جوت نه دۍ

د لرغونو ليکونو دوهم ډول په اوستايې پير پوري اړه لري . اوستا چي يو مذهبي کتاب دۍ له ١٢٠٠ مخزيږد کاله څخه تر ٨٠٠ اته سوه مخزيږد کاله پوري يې د بشپړي واکمني پير ټاکل شويدۍ . خو اوستا ژبه هم ده ، هغه ژبه چي د پښتو سره خور گڼل سويده .اوستا ، سانسگريت او پښتو خويندي ژبي گڼل کيږي . او ستا د افغانستان په شمالي برخو کي د ميشتو اولسونو ژبه گڼل شويده ، پښتو د هندوکش په سهيلي برخو د ميشتواولسونو ژبه او سانسگريت د هند په اوارو ميدانونو کي ويل کيده .د دې دريو ژبو تر منځ ورته او يو شان الفاظ او لغتونه د ژبپوهانو په څيړنو کي را برملا شويدي . د اوستايې ژبي په اړه ويل کيږي چي دوې برخي لري لومړۍ د باختري اوستا په نوم او دويمه د نوي اوستا په نوم ياده شوي ده .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه:

کهزاد، احمد علی: تاريخ قديم افغانستان .( کابل : مطبعه دولتی) ١٣٤٦.

کهزاد، احمدعلی .افغانستان در پرتو تاريخ .(کابل : مطبعه دولتی)١٣٤٦.

کهزاد بالاحصار و پيشامد های تاريخي وی . (کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٥١ .

حبيبی ، بدالحی . افغانستان بعد از اسلام . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٥٧.

حبيبی ،عبدالحی .تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٤٧ .

حبيبی ،عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ .( کابل کابل پوهنتون ) ١٣٢٥ .

ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ قديم افغانستان .(کابل پوهنتون کابل ) ١٣٥٦.

ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ چيست؟.( کابل : پوهنتون کابل ) .١٣٥٤.

ضميرساپی ، محمد حسن .امپراتوريهای قديم افغانستان.(کابل : پوهنتون کابل )١٣٥٥.

باوري ،رسول . افغانستان در عهد باستان. (کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٦٦ .

لیکوال : ګلبدین عابد

دا هم وګورئ

Jalalabad

په ننګرهار کې سیمه ییز زورواکي د را روانو انتخاباتو ازادي ګواښي

 د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو شمېر زورواکي د ولسي جرګې او د …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com