کور پاڼه / خبرونه / جمعیت ګون : د خدام دلرې کیدو پریکړه غیر عادلانه ده
ja

جمعیت ګون : د خدام دلرې کیدو پریکړه غیر عادلانه ده

اسلامي جمعیت ګوند نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له لوري د سمنګان له ولایته د عبدالکریم خدام برطرفي رد کړه.

جمعیت ګوند ویلي چې د ولسمشر غني له لوري د خدام برطرفي یواړخیزه او غیرعادلانه ده.

د جمعیت ګوند په نامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«اسلامي جمعیت ګوند د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د یو عمده لوري په توګه د سمنګان د والي د برطرفۍ حکم غیرعادلانه، په هیواد کې د کړکېچ د زیاتېدو خوا ته یو بل ګام، یو اړخیز او د ملي یووالي د حکومت د اصولو خلاف بولي.»

د شنبې په ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې د دې ادارې په سپارښتنه او د ولسمشر غني په تایید د سمنګان په شمول د ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.

د سمنګان لېري شوي والي ښاغلي خدام پرون خبریالان د ولایت مقام ته وروبلل او د ځان په اړه یې د مرکزي حکومت پرېکړه رد کړه.

تر ده وړاندې عطا محمد نور لومړنی والي و چې د مرکزي حکومت د امر په وړاندې یې بغاوت اعلان کړ.

خدام هم د عطا محمد نور په شان وویل چې یوازې جمعیت ګوند د ده د برطرفۍ په اړه پرېکړه کولی شي.

جمعیت ګوند په خپله خبرپاڼه کې په مدني ټولنې، دیني عالمانو او نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه ګوند د ارګ پاروونکي اقدامات بللي دي.

د افغانستان مرکزي حکومت تراوسه پورې د سمنګان د برطرفه شوي والي د حرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com