کور پاڼه / ځانګړي مطالب / په مصر کې ۴۰ مومیايي جسدونه وموندل شول
jasadona

په مصر کې ۴۰ مومیايي جسدونه وموندل شول

مصري لرغونپوهانو په یوه ډبرین قبر کې ۴۰ مومیايي جسدونه او نژدې ۱۰۰۰ کوچنۍ مجسمې وموندلې

د مصر د لرغونو اثارو وزیر خالد الانعامي وویل، دا مومیايي جسدونه او مجسمې د شنبې په ورځ د قاهرې په چنوب کې الغبل (الګابل) تونل ته نژدې وموندل شول.

په دې ساحه کې به، چې څه باندې ۲ زره کاله پخوانۍ ده، ۵ کاله نور هم کیندنې وشي.

انعامي وویل«دا یوازې پیل دی. موږ به ډېر ژر په منځني مصر کې یوه بله لرغونې جاذبه ولرو.»

تېر کال مصر ته د سیلانیانو شمېر په سلو کې ۵۴ زیات شو او ۸ ملیونه او ۳ لکو ته ورسېدل خو لا هم تر ۲۰۱۰ کال ډېر لږ دي. په ۲۰۱۰ م کال مصر ته ۱۴ ملیونه او ۷ لکه سیلانیان تللي ول.

تروریستي حملو د مصر د ګرځندوی (توریزم) صنعت ته سخت زیان اړولی دی.

دا هم وګورئ

Jalalabad

په ننګرهار کې سیمه ییز زورواکي د را روانو انتخاباتو ازادي ګواښي

 د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یو شمېر زورواکي د ولسي جرګې او د …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com