کور پاڼه / خبرونه / د ذهنیت جوړولو ترڅنګ د کندز ولایت آبادۍ ته هم ژمن یو  
IMG_7943

د ذهنیت جوړولو ترڅنګ د کندز ولایت آبادۍ ته هم ژمن یو  

 د کندز والي عبدالجبار نعیمي د ځوان غبرګون ټولنې له غړو سره په غونډه کې ځوانانو ته ډاډ ور کړ، چې په پوره توان او بې له هر ډول ستومانۍ به د کندز ولسونو ته کار کوي او په دې ولایت کې به د ذهنیت جوړولو او آبادۍ لپاره ځانګړې پاملرنه و کړي.

په غونډه کې د ځوان غبرګون ټولنې غړي ذاهد کریمزي،  کندز ولایت کې د ضعیفه ښوونیز بهیر، د دولتي ادارو تر منځ د نه همغږۍ، امنیت ټینګښت او ذهنیت جوړولو په برخه کې شته ستونزې د ولایت مقام رهبرۍ سره شریکې کړې، نوموړي وویل، چې اوس مهال کندز ولایت کې د امنیت ټینګښت، ښوونې او روزنې او ذهنیت جوړولو ته باید ډیره پاملرنه و شي.

غونډه کې قومي مشر مولانا احمد جان، د ځوان غبرګون ټولنې مشر عصمت الله مسلم، د یادې ټولنې د ښځو چارو کمېټې مسؤلې سحر واحدي او د دې ټولنې غړي خالد بدلون هم په خپل وار د دې ولایت د خلکو ستونزې د ولایت مقام رهبرۍ سره شریکې کړې، دوی په کندز ولایت کې د ماستر پلان د ښه تطبیق او په دې برخه کې د شته ننګونو پر مخنیوي ټینګار و کړ او غوښتنه یې و کړه، څو د دې ولایت د شته شرکتونو او فابریکو په فعالو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې ځوانانو ته ډاډ ور کړ، چې د ستونزو لپاره به یې د کندز ټولو ولسونو سره په ګډه حل لارې چارې و لټوي او ژمن دی، چې د اداراتو تر منځ به ښه همغږی جوړه او فساد سره به کلکه مبارزه و کړي.

عبدالجبار نعیمي په کندز ولایت کې ښوونیز بهیر ته په اشارې وویل، چې په اداري جلسه کې یې د پوهنې ریاست مشر ته لارښوونه کړې، چې ټول خصوصي مکتبونه ارزیابي او د درسونو د کیفت لوړولو په برخه کې یې لازمې حل لارې چارې و لټوي.

نعیمي زیاته کړه، چې د پروژو په منظورۍ کې یې زیاته ونډه د دې ولایت پوهنتون ته ور کړې او همدرانګه یې د ښوونیز بهیر د لا ښه والي په موخه یوې کاري کمېټې ته دنده سپارلې، چې د ښوونیز بهیر د لا ښه والي په برخه کې خصوصي سکتور او سوداګر و هڅوي، څو د پوهنې بهیر کې مرسته او پانګونه و کړي.

دغه غونډه چې د ځوان غبرګون ټولنې له خوا د ( ولس غوښتنې! د امنیت ټینګښت، ټولنیز عدالت او بیا رغوونې) تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، په کې ګڼ شمیر قومي مشرانو، سپينږیږو، ځوانانو او انجونو ګډون درلود، دوی د نظام څخه د ملاتړ تر څنګ د کندز ولایت نوې رهبرۍ سره د شته ستونزو د هوارۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه و کړه.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com