کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:دولت دښځو ژوند،صحت او زده کړو ته ځانګړې پاملرنه لري. 
8march

کندوز والي:دولت دښځو ژوند،صحت او زده کړو ته ځانګړې پاملرنه لري. 

دا څرګندونې کندوز والي عبدالجبار نعیمي د ښځو د نړیوالې ورځې د تجلیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړي،جوړې شوې غونډې ته د ښځو چارو رئیسې نصیبه هولکر پيلیزو خبرو کې د نړۍ او په خاصه توګه افغان زړورو او غیرتي میرمنو ته مبارکي وویله او وروسته يې د ښځو چارو وزارت رالیږل شوی پيغام واوراوه.
نصیبه هولکر وویل((ښځې د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي،کله چې دټولنې نیمه برخه کار نه کوي نو پرمختګ هم ستونزمن دی،له ټولو میرمنو غواړم چې دخپلو ورورڼو سره اوږه پر اوږه د دولت په بېلابېلو سکتورنو کې کار وکړي او له شته فرصتونو چې دپوهنې،لوړو زده کړو او ټولنیزو برخو کې شتون لري ګټه پورته کړي او هم غوښتنه کوم چې میندې اوپلرونه دې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي او هغوی دي ښوونځیو ته ولیږي،ترڅوپه ټولنه کې تاوتریخوالی پای ومومی او د مثبت بدلون پرلور اغیزمن ګامونه پورته شي))
د ولایتي شورا رئیس او د همدې شورا منشي فوزیه یفتلي بیا دښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو ښځو ته له مبارکۍ وروسته وویل(( د خوښۍ ځای دې چې د کندوز د ادارې په مشرتابه کې یو مدبر شخص شتون لري،په همدې اساس په کندوز کې هره ورځ د دولتي ادارو لپاره د حساب ورکولو ورځ وي او ټولې ادارې په بشپړه ژمنتیا سره د خلکو غوښتنو ته د رسیده ګۍ په موخه کار کوي.))
اغلي یفتلي وویل (( خواشینې یم په هېواد کې لاهم جګړه ده او په یونه یو ډول دخلکو او په خاصه توګه د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی کیږي،له دیني علماؤ مو غوښتنه ده چې له ممبره د اسلام مبارک دین په رڼا کې خلکو ته روښانه پيغامونه انتقال کړي او هم دې د خپل شته محبوبیت څخه په استفادې چې په ټولنه کې يې لري د فکري رغونې او هېواد جوړونې لپاره ګټه پورته کړي.))
کندوز والي عبدالجبار نعیمي بیا دهېواد ټولو اتلو،قهرمانو او زړورو میرمنو ته د ښځو دنړیوالې ورځې له مبارکۍ ویلو وروسته وویل (( هغه میرمنې او پلرونه قهرمانان دي چې خپله کار کوي او په لادونو باندې زده کړې کوي.))
ښاغلي نعیمي زیاتوله (( دهغوی لپاره خجالت او شرم په کار دی چې په میرمنو لاس پورته کوي،هغوی چې لاهم زموږ په ټولنه کې په یو اوبل نوم خلکو ته د وحشت او دهشت څیره ښآيي،دپوهنې او پرمختګ پروړاندې خنډونه ایجادوي کړنې يې د غندنې او نه بخښلو دي، چې په مخنیوي کې دټولنې هر وګړی دروند مسؤلیت لري.)
کندوز والي همداراز په ټاکنو کې دښځو پر فعالې ونډې، د نجونو پر زده کړو، دنشه يي توکیو د کارونې او کاروبار او روانې جګړې پرمخنیوي ټینګار وکړ او یاده يې کړه(( دولت دښځو ژوند، زده کړو او صحت ته ځانګړې پاملرنه لري ،لوستې ښځې ټولنه او راتولونکی روښانه کوي ،هغه خویندي چې دلوړو زده کړو او پوهنې په سکتور کې کار کوي غوښتنه مو ترې داده چې لازیات د ښوونیزې پراختیا لپاره کار وکړي، د مسجدونو ملا امامان،ښوونکې،استادان،علماء،مشران او د ټولنې روڼ اندي دنده لري چې په کلیو او بانډو کې ځوانان دنشه يې توکیو له کارونې او د ناوړه خلکو او مخالفینو سره له اړیکو ساتلو را وګرځوي او په ټول قوت سره د فکري رغونې، هېواد پالنې،دنظام حمایت ، د ابادۍ چارو ته د زمینې په برابرولو او ټولنیز مثبت بدلون لپاره په پوره مسؤلیت سره کار وکړي.ترڅوپه ټولنه کې شته ناخوالې پای ومومي.
کندوز والي دخپلې وینا په وروستیو کې ډاډ ورکړ چې شپه ورځ به د کندوز د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره کار وکړي او له خلکو يې وغوښتل چې په ټولو عامه چارو کې ورسره همکاري وکړي.
د پروګرام په د غونډې په وروسیتو کې یو شمیر هغه ښځې هم تقدیر شوې چې د ښځو د ژوند د ښه والي، حقونو ددفاع او ملاتړ لپاره یې اغیزمنې کړنې ترسره کړې او لاهم په دې ډګرکې په خدمت بوخت دي

دا هم وګورئ

a

بلخ:غني دوه د برښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ ولایت کې دوې پروژې پرانیستې. ښاغلی …