کور پاڼه / خبرونه / کندو زوالي :د پوهنې بهیر څخه ملاتړ او ساتنه د هر وګړي ایماني او وجداني دنده ده. 
meta

کندو زوالي :د پوهنې بهیر څخه ملاتړ او ساتنه د هر وګړي ایماني او وجداني دنده ده. 

کندز والي عبدالجبار نعیمي دا ټکی له ولایتي رئیسانو سره په اداري جلسه کې په ډاګه کړ، ښاغلي نعیمي وویل ((پوهنیزه وده د ټولو ګډ مسؤلیت او رسالت دی،فرد،فرد مسؤل دی چې تر هر کلي او کور دپوهنې رڼا ورسوي او په هر کلي او کور کې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونیز فرصتونه رامنځته کړي،یوازې زده کړې او فکرې رغونه کولی شي چې زموږ هېواد او ټولنه له شته ناخوالو او تیارو څخه راوباسي))
جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې کندوز والي په شتمنو هېواد والو ،تجارانو او زمیندارانو غږ وکړ چې د ښوونځیو سره مرستې وکړي، په مرکز،ولسوالیو او لرې پرتو کلیو او بانډو کې د بچیانو لپاره د ښوونیزو فرصتونو په برابرولو کې د ادارې او پوهنې ریاست سره ګډ کار وکړي.
کندوز والي همداراز یوه کمیټه موظفه کړه چې د پوهنې ریاست سره په ګډه د ښوونیزې پراختیا،د مرستو په راجلب او د هغو ښوونځیو چې د تعمیرونو لپاره ځمکې نه لري دځمکو په موندلو او دښوونځیو په ترمیم کې سرتاسري کار وکړي، او په دې برخه کې یو پراخ کمپاین په لاره واچوي او خلک وهڅول شي چې په خپلو سیمو کې دښوونځیو ساتنه او پالنه وکړي.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com