کور پاڼه / راپورونه /  ښځو چارو وزارت مرستيالې پکتيا ولایت ته سفر وکړ
Snapshot(2)

 ښځو چارو وزارت مرستيالې پکتيا ولایت ته سفر وکړ

د ښځو چارو وزارت مسلکي او پالیسي مرستيالې آغلې سپوږمۍ وردګ پکتيا ولایت ته سفر وکړ او په دې ولایت کې یې د ښځو وضعيت ورازوه. آغلې وردګ د خپل سفر په ترڅ کې د پکتيا له والي شميم خان کټوازي سره وکتل او له نوموړي سره د دې ولایت د ښځينه وو د ستونزو په هواري خبرې اترې وکړې.

ښاغلي کټوازي په پکتيا ولایت کې د ښځو پر فعاليت او په ادارو کې د ونډې په اړه مالومات ورکړل او ویې ويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د خویندو ګډون په ټولو برخو کې زیات شوی او د ښځو لېوالتيا ته په کتو سره به د خپل مسوليت له مخې د ښځو د ځواکمتيا لپاره ګامونه واخلي. نوموړي وويل، چې په نوي کال کې به د انجونو لپاره تر پینځلسو پورې د ښوونځيو ودانۍ او د یو شمېر نورو احاطې جوړې کړي. پکتيا والي وویل، چې په ښار کې یې ښځو چارو ریاست ته له دفاع وزارت څخه د پخواني روغتون د ځمکې په انتقال سره خویندو ته د ځانګړي فرهنګي او اموزشي مرکز، مارکيټ او باغ جوړولو زمينه برابره کړې ده. نوموړي وويل، چې له تېرو کلونو څخه په توپیر په روان لمريز کال کې د پکتيا په ولایتي اداره کې زیاتو خویندو ته د کار زمينه برابره شوې ده او هڅه به وکړي چې د دوی ونډه لا زیاته کړي. کټوازي د ښځو چارو د وزارت له مرستیالې وغوښتل چې د ښځو د پیاوړتيا لپاره پکتيا ولایت ته جدي پاملرنه وکړي

دا هم وګورئ

a

بلخ:غني دوه د برښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ ولایت کې دوې پروژې پرانیستې. ښاغلی …