کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:تر هر کلي او کوره دپوهې رڼا ورسوئ
IMG_8261

کندوز والي:تر هر کلي او کوره دپوهې رڼا ورسوئ

کندوز والي عبدالجبار نعیمي دا څرګندونې دمعارف دحمایت په موخه له جوړې شوې کمېټې سره ناسته کې وکړي،په دغه کمېټه کې ولسوالان،د ولایتي شورا،حج او اوقافو،پوهنې،اطلاعات او فرهنګ،مستوفیت ،اطاق تجارت،شهرسازی،قومونو او قبایلو،ښځو چارو ریاست رئیسان او د ملي راډیو ټلویزیون امر غړیتوب لري.
ښاغلي نعیمي د ولسمشر د لارښوونې پراساس موظفه کمېټه مکلفه کړه چې تر هر کلي او کور دپوهې رڼا ورسوي،شتمن هېواد وال، زمینداران،تجاران او په ټوله کې میشت ولسونه وهڅوي چې دمعارف د بډاینې،پياوړتیا، پراختیا او خوندیتوب لپاره کار وکړي.
کندوز والي وویل(( موظفه کمېټه دی دهغو ښوونځیو لپاره چې ځمکې نه لري له زمیندارانو څخه دځمکو د ترلاسه کولو،له شتمنو هېواد والو او تجارانو څخه د مالي ملاتړ او دښوونځیو د خوندیتوب او امنیت لپاره د ولسي همکارۍ د راجلب په موخه سرتاسري کمپاین په لار واچوي او هم دي خلک وهڅوي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي.))
د پوهنې رئیس ته لارښوونه وشوه چې په مرکز او ولسوالیو کې دښوونځیو مدیران موظف کړي چې د یادې کمېټې سره خپلې ټولې اړتیا وې او پېشنهاودنه شریک کړي،ترڅوپه مرکز او ولسوالیو کې ټولو ته یو شان ښوونیز فرصتونه برابرشي.
د اطلاعات او فرهنګ رئیس ته لارښوونه وشوه چې د رسنیو سره ځانګړې ناستې ترسره او دپوهنې د حمایت او پياوړتیا لپاره دځانګړو خپرونو په جوړلو سره سرتاسري کمپاین پيل کړي.
د علماؤ شورا او حج او اوقافو رئیسانو ته لارښوونه وشوه چې د جیدو دیني علماؤ پر مټ له منبره خلکو ته دپوهنې پراهمیت او دپوهنیز بهیر دپياوړتیا پيغامونه ورکړي او هم دې خلک وهڅوي چې خپل زامن او لوڼي ښوونځیو ته ولیږي.
جوړه شوې غونډه کې ولسوالانو ته لارښوونه وشوه چې په ولسوالیو کې له شتمنو هېواد والو او زمیندارانو څخه دښوونځیو لپاره دځمکو ترڅنګ د مالي ملاتړ د راجلب په برخه کې په بشپړ قوت سره کار وکړي.
کندوز والي دپوهنې د حمایت او بډاینې په برخه کې د خلکو د استازو رول هم اغیزمن وباله او غوښتنه يې وکړه چې ولایتي شورا دې د مالي مرستو د راجلب،دښوونیزو فرصتونو په برابرولو او د زمیندارانو څخه هغو ښوونځیو ته چې د تعمیرونو لپاره ځمکې نه لري د ځمکو په ترلاسه کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ولایت رهبري موظفي کمېټې ته په خبرو کې وویل(( هغوی چې د معارف د پياوړتیا او حمایت په برخه کې اغیزمنې کړنې ترسره کوي وبه يې ستایو،جوړه شوې کمېټه دي خلک وهڅوي چې د ښوونځیو په ترمیم،د احاطوي دیوالونو په جوړیدو،د پاکولو اوبو د سیستم په برابرولو،د ښوونځیو په ساتنه،پالنه او ښوونځیو ته دماشومانو دلیږلو په برخه کې په بشپړ مسؤلیت سره کار وکړي او هم دې دفکري رغونې ترڅنګ هڅه وکړي چې د منفي او بې بندوباره څرګندونو دمخنیوي لپاره اغیزمن پروګرامونه پلي کړي.))

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com