کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:ملي یووالی افغانستان له روانو ننګونو  راویستلی شي
IMG_8412

کندوز والي:ملي یووالی افغانستان له روانو ننګونو  راویستلی شي

کندوز والي عبدالجبارنعیمي دا ټکی  د مارشال محمد قسیم فهیم  د څلورم تلین په موخه جوړې شوې پراخې غونډې ته  دوینا پرمهال په ډاګه کړ او  د اروښاد مارشال محمد قسیم فهیم روح ته يې  دوعا وکړه.

کندوز والي  دنظام  او مسلحو  ځواکونو په جوړښت او د ملی یووالي په ساتنه کې  د مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم  هلې ځلې وستایلې او یاده يې کړه چې  ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم هغه څوک ؤ چې همیش يې پر ګران هېواد دهر اشغالګر او تیري کوونکي پرضد سپيڅلی جهاد او مبارزه کړې وه.

ښاغلي نعیمي وویل (( د ملي یووالي ټېنګښت ،د جهادي شوراګانو،مجاهدینو،ځوانانو،سپين ږیرو،دیني علماؤ او د ټولنې دفرد،فرد یووالی او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا هېواد له شته ننګونو را ویستلی شي.)) په  کار ده چې ټول د هېواد دمیلیونو نوشهیدانو د سپيڅلو ارمانونو دپوره کولو لپاره  په پوره  یووالي سر کار وکړي او په دې سره هېواد له شته ننګونو را وباسي او هم دې دفکري رغونې  او پرنظام د ولسي باور روحيې دپياوړتیالپاره په بشپړ مسؤلیت سره  کار وکړي.

وروسته په وار سره  د ولایتي شورا رئیس محمد یو سف ایوبي،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي،په ولایتي شورا کې دخلکو استازي  غلام رباني رباني،جهادي قوماندان عزیز الله ، محبوب الله سعیدي او یوشمېر ویناوالو په وارسره خبرې وکړي او د مارشال محمد قسیم فهیم روح   ته د دوعا  ترڅنګ د ارواښاد پر شخصیت ،کارنامو او ملي ارمانونو هر اړخیزې خبرې وکړي.

دوی  همداراز د کندوز په  خلکو غږ وکړ چې دخپلو مشرانو د ملي ارمانونو دپوره کولو او یووالي ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په ټول قوت سره دنظام،ولایتي ادارې او ملي ځواکونو په څنګ کې ودریږي،ترڅو په دې سره شته ناخوالې پای وموي او د بنیادي پرمختګ او ولسي ژوند ښه والي لپاره نوي بنیادونه کېښودل شي.

دا هم وګورئ

elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com