کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:هغوی چې دنظام پرضد منفي څرګندونې کوي دمخالفینو همکاران دي
1

کندوز والي:هغوی چې دنظام پرضد منفي څرګندونې کوي دمخالفینو همکاران دي

کندوز والي  دا څرګندونې نن د بېلابېلو ولسوالیو له  ولسوالانو او دمعارف د حمایت په موخه ټاکل شوې کمېټې ته خبرو کې وکړې او  وه يې ویل ((د نظام،امنیتي ځواکونو او پرمختګ پرضد هرډول منفي او بې بندوباره څرګندونې  دغندنې دي، هغوی چې په خپلو او یا جعلې ادرسونو ټولنیزو رسنیو او مجلسونو  کې د نظام او امنیتي ځواکونو  پرضد منفي څرګندونې کوي  او عامه ذهنونه خرابوي دمخالفینو همکاران دی،د دغو خلکو کړنې د خاورې،ولس،پرمختګ،امن او نظام لپاره د وسلوالو مخالفینو تر جګړې خطر ناکې پایلې لري چې مخنیوي او دقانون منګولو ته سپارل يې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.))
کندوز  والي همداراز ټول اداري رئیسان مکلف کړل چې دخپلو مامورینو پرڅرګندونو،نشراتو،کړنو او اړیکو ټینګ ګنټرول وساتي او د نظام ټولو مامورین باید له منفي کړنو او څرګندونو  او دغه ستر ملي خیانت څخه په کلکه ډډه وکړي او هڅه دي وکړي چې ولسي باور او اعتماد پر دولت زیات شي.

دا هم وګورئ

char

مسؤلین: غزنې کې به ژر حالت عادي شي

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي دغزني ښار د تصفیې لپاره له نورو …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com