کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:ولسوالان دې په ولسوالیو کې د دولتي حاکمیت دټېنګښت لپآره کار وکړي : 
IMG_8680

کندوز والي:ولسوالان دې په ولسوالیو کې د دولتي حاکمیت دټېنګښت لپآره کار وکړي : 

کندوز والي عبد الجبارنعیمي دا څرګندونې نن ددغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ولسوالانو او شاروالانو سره ځانګړې ناسته کې وکړې،لومړی ولسوالانو په وار سره د اړوند ولسوالیو دهراړخیز وضعیت،انکشاف،پوهنې،روغتیا،ټولنیز ژوند، دخلکو دستونزو،اړتیاؤ او غوښتنو په اړه د ولایت رهبري ته خپل راپورونه وړاندي کړل.
د ولایت مشرتابه بیا ټولو ولسوالانوته لارښوونه وکړه چې په اړوند ولسوالیو کې د معارف پياوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم دې د اړوند ولسوالیو مکمل پروپایل ترتیب او دولایت مقام سره شریک کړي،ولسوالانو ته همداراز لارښوونه وشوه چې دخلکو غوښتنو ته په ولسوالیو کې رسیده ګي وکړي او د مراجعینو هغه کارونه چې په ولسوالۍ پورې اړه لري هم هلته خلاص کړي.
کندوز والي وویل(( د دولت هر مامور د وظیفوي لایحې سره سم د قانون په چوکاټ کې صلاحیت لري، چې دخلکو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي او عامه خدمات وړاندي کړي.))
د ولایتي اداري مشرتابه ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په رسمي ډول ولایت مقام ته د اړوند ولسوالیو دخلکو غوښتنې،وړاندیزونه،اړتیا وې او ننګونې را انتقال او د دولتي حاکمیت د ټېنګښت لپاره اساسي کړنې ترسره کړي.ترڅو پر دولت د ولسي باور روحیه پياوړي شي.
کندوز والي په هر اړخیزو برخو کې ولسوالانو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې په ټول قوت سره دې په ولسوالیو کې د ملي یووالي دټېنګښت او فکري رغونې لپاره اساسي کار وشي او هم دي خلک وهڅول شی چې د پوهنیزنظام ترڅنګ د ملي ځواکونو او سیمه ییزې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي او هغه چاته په خپلو سیمو کې ځای ورنکړي چې عامه نظم ګډوډوۍ او دپرمختګونو پروړاندې خنډونه ایجادوي.

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …