کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي په دغه ولایت کې دمیشتو بهرنیوځواکونو له قوماندان برید جنرال ولف یورګن شتال سره وکتل
IMG_8834

کندوز والي په دغه ولایت کې دمیشتو بهرنیوځواکونو له قوماندان برید جنرال ولف یورګن شتال سره وکتل

په دغه تعرفي لیدنه کې کندز والي عبدالجبار نعیمي  په تیره یوه نیمه لسیزه کې  د بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه د جرمني هیواد د مرستو څخه مننه و کړه او هغه مرستې چې د دوست هېواد جرمني لخوا  د افغانستان او په خاصه توګه کندوز ولایت سره  شوې وستایلې.

په دغه لیدنه کې  د کندز پر امنیتي وضعیت او  د پراختیایي پروژو پرتطبیق هر اړخیزې خبرې وشوې، د ولایت رهبري له ښاغلي یورګڼ شتال څخه وغوښتل چې د کندز  په امنیت کې خپلې همکارۍ لازیاتې کړي.

 شاغلي نعیمي  په دغه ولایت کې د ځوانانو بې روز ګارۍ ته په اشارې له همدې ځایه د دوست هېواد جرمني وغوښتل چې  په کندوز ولایت کې د رغنیزو پروژو په تطبیق کې خپله  پاملرنه زیاته کړي.ترڅو په دې سره په کندوز کې ځوانانو ته دکار موندني فرصتونه برابر شي.

ښاغلي  یورګن شتال د کندز ولایت د نوې رهبرۍ د پلانونه او هڅو ستاینه و کړه او ژمنه یې و کړه، چې د امکان تر بریده به د کندز ولایت په امنیت او پرمختګ کې همکاري و کړي.

دا هم وګورئ

IMG_7329

کندز: د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۸ پروژې پيل شوې.

نن  د کندوز په مرکز کې د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې  د یو …