کور پاڼه / لیکنې / په کندوز کې له سپين زر فابریکې خبریاست
IMG_1577

په کندوز کې له سپين زر فابریکې خبریاست

د اوس وخت ډېرى ځوانانو په فکر کې به داسې نه وي، چې يو وخت افغانستان د سولې هېواد و او اقتصاد يې ورځ تر بلې پرمختګ کاوه، نه يواځې په افغانستان کې دننه خلک ډېر خوشحاله ول، بلکې له بهرنيو هېوادونو به هم ډېرى سيلانيان د افغانستان ليدو ته راتلل او دلته به ازاد ګرځېدل.

افغانستان د آسيا يو پرمختللى هېواد و، خلک يې خوشحاله ول او ورځ تر بلې يې اقتصادي پياوړتيا هم مونده، همدا راز يوه غښتلې اردو يې درلوده، منظم سيسټم او حکومت يې ډېر ښه و او خلک هم له حکومت څخه خوشحاله ول او د خپل حکومت او پوځ سره يې مينه هم درلوده.

افغانانو همدا راز د خپلو توليداتو سره هم مينه کوله او افغانستان يو شمېر لويې فابريکې درلودې، چې نه يواځې دا چې د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو ته به يې توکي تلل، بلکې ځينو بهرنيو هېوادونو ته به يې هم خپل توکي لېږل، چې په دې کې يوه فابريکه د سپين زر په نوم په کندوز ولايت کې فعاله وه.

دا نو د خلکو د خوشحالۍ ورځې وې، کندوز ولايت د افغانستان د کندو په نوم يادېده او د افغانستان يو له ستراتيژيکو او مهمو ولايتونو څخه و، چې د ټول زون لپاره او همدا راز د ټول افغانستان لپاره کندو بلل کېده.

سپين زر فابريکه چې له نن څخه خوا و شا ٨٠ کاله مخکې د المان په مرسته فعاله شوې وه، چې د المان پرته پکې د فرانسې او امريکايي ماشينونه هم ول، چې يو شمېر ماشينونه يې په جنګونو کې له کاره لوېدلي او نور يې اوس هم جوړ او فعاله دي، خو ياده فابريکه له تېرو خوا و شا شلو کلونو راهيسې بنده ده او هېڅ فعاليت يې نشته.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د نوي کال په دوهمه ورځ د سپين زر فابريکې او د سپين زر تصدۍ رياست څخه ليدنه وکړه او د دې تاريخي فابريکې ټولې برخې يې وکتلې.

نوموړي ته د فابريکې له اوسني حالت څخه ځان خبر کړ، تر څو وپوهېږي چې د دې د بيا فعالېدو لپاره څومره امکانات شته.

د سپين زر فابريکې رييس وويل، چې آن د طالبانو پر وخت کې هم فابريکه فعاله وه، خو د پخوا په څېر نه وه، ځکه کورنيو جنګونو دا فابريکه له کاره غورځولې وه، چې له هغې وروسته يو شمېر ماشينونه دوى بيا ورغول.

نوموړي همدا راز وويل، چې اوس هم يو شمېر ماشينونه هره مياشت چالانوي، تر څو کار پرې نه ږدي.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د فابريکې له ليدنې وروسته د سپين زر فابريکې رييس ته وويل، چې که تاسو د دې فابريکې د بيا فعالولو لپاره کومه طرحه جوړه کړې وي، هغه دې ورسره رسمي شريکه کړي، تر څو د فابريکې د بيا فعالولو لپاره عملي لارې چارې ولټول شي.

نوموړي وويل، چې د دې فابريکې د بيا فعالولو لپاره پراخه څېړنه پکار ده، تر څو موږ ته مالومه شي، چې که دا بيا فعاله کړو، نو ګټه به يې څومره وي او څومره خلکو ته به پکې روزګار پېدا کېږي، همدا راز د دې په بيا فعالېدو باندې به څومره مصرف راځي.

نوموړي د سپين زر رييس ته دنده وسپارله، تر څو ټول اړين مالومات ورسره رسماً شريک کړي، ځکه دا ډېره لويه او تاريخي فابريکه ده، د دې لپاره ډېر کار ته اړتيا ده، تر څو بيا فعاله شي.

د کندوز ولايت خلک هم دې ته سترګې په لار دي، چې دا تاريخي او لويه فابريکه بيا فعاله شي، دوى په تېرو شلو کلونو کې له هر چارواکي څخه غوښتنه کړې ده، چې د دې فابريکې په فعالولو کې خپله ونډه واخلي، خو تراوسه پورې دې فابريکې ته چا لازمي پاملرنه نه ده کړې.

خو د خلکو د غوښتنو پر اساس او د دې تاريخي فابريکې له ليدنې وروسته، د کندوز والي په دې هڅه کې دى، چې د سپين زر فابريکې اړوند يوه پراخه څېړنه ترسره کړي او له هغې وروسته بيا د دې فابريکې د بيا فعالولو لپاره خپلې هلې ځلې ترسره کړي.

د دې فابريکې نمايندګۍ د کندوز ولايت د ولسواليو تر څنګ د شمالشرق زون په ټولو ولايتونو کې شته او همدا راز ٥٧٠٠ جريبه ځمکه لري. په دې فابريکه کې به په لسګونو ټنه پُنبه پروسس کېده او له دې پرته پکې صابون او غوړي هم توليدېدل.

روح الله سادات

دا هم وګورئ

ghani

د کندوز پېښې په پلمه دې څوک ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، نه سپکوي

په دې کې شک نه شته چې د کندوز  دښت ارچي ولسوالۍ دفتاني کلي مدرسه …