کور پاڼه / لیکنې / کندوز کې والي دشپې پر امنیتي پوستو ګرځي
afghan

کندوز کې والي دشپې پر امنیتي پوستو ګرځي

کندوز ولايت؛ چې په ولس يې دوه ځل د سقوط سختې شپې تېرې شوې دي او خلک هم يوې داسې ويرې اخيستي، چې هر وخت ورته هغه زړه بوږنوونکې صحنې مخې مخې ته کېږي، په داسې وخت کې ولس او امنيتي ځواکونو ته ډاډ ورکول او هغوى ته دا باور ورکول، چې رهبري يې ورسره په يو صف کې ولاړه ده، ډېر مهم دي.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د کندوز ښار د امنيتي پوستو څخه د نوي کال په شپه ليدنه وکړه او د ښار د امنيت په ساتلو يې امنيتي سرتېري وستايل.

د شپې دولس نيمې بجې چې کله په پوستو کې ناستو سرتېرو د خپل ولايت رهبري په خپلو پوستو کې وليده، نو په سترګو کې يې يوه رڼا ښکاره شوه. دوى په داسې ناڅاپي ليدنه د خپل ولايت د رهبرۍ او امنيتي مشرانو څخه ډېر خوښ ښکاره کېدل او هر يو دا عزم و اراده ښکاره کوله، چې د خپلې وينې تر اخري قطرې پورې به د دې هېواد او ولس لپاره جنګېږي.

دلته د هېواد سره د مينې جذبه ډېره بهانده ده، خو يواځې باور او ډاډ پکار دى، تر څو ټول په يووالي سره د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کار وکړي، د کندوز اوسنۍ رهبري هم په دې هوډ دې ولايت کې کار کوي، تر څو د ولس له ذهن څخه نورې دا خبرې ووځي، چې دوى به بيا د تېر په څېر له حالت سره مخ شي.

د کندوز نوې رهبري د کندوز د امنيت لپاره شپه و ورځ هلې ځلې ترسره کوي او له ولس څخه هم غوښتنه کوي، تر څو د منفي ګرايانو په خبرو پسې غوږ يو نه سي او د خپل ولايت د امنيت لپاره د خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپله دنده ترسره کړي.

روح الله  سادات

دا هم وګورئ

ghani

د کندوز پېښې په پلمه دې څوک ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، نه سپکوي

په دې کې شک نه شته چې د کندوز  دښت ارچي ولسوالۍ دفتاني کلي مدرسه …