کور پاڼه / ځانګړي مطالب / نغمه: خاوند مې ویل چې خلک به وايي نغمه لیونۍ شوه
nagma

نغمه: خاوند مې ویل چې خلک به وايي نغمه لیونۍ شوه

د افغانستان وتلې سندرغاړې نغمه وايي چې د ملي لوبډلې په بري خوشحالۍ او اټن وکړ.

نغمه وايي د افغانستان بری د ټول افغانستان بری دی. نغمې وویل چې د افغانستان د کرکټ ټولې لوبې یې ولیدلې، خو تر ټولو دردونکې شیبه یې هغه وه چې له ایرلنډ سره په لوبې کې د اصغر ستانکزي ټپونه ودرېدل “قندولک مریض شو، ما ویل خدایه پاکه ته خو یې پرې وګټي. چې لوبه یې وګټله ما له خوشحاله نه خپل تیلیفون په دیوال وواهه.”

هغې وویل د افغانستان د پایلوبې د لیدلو لپاره یې خپل یو پلان شوی پروګرام هم لغوه کړ. نغمې وویل” له راشد خان او محمد نبي نیولې تر ګلبدین پورې ټول لوبغاړي” پر ما ګران دي.

هغې هیله وښوده چې یوه داسې ورځ هم راشي چې دا سندرې ووايي او ملي لوبغاړي ورته اتڼ او ګډا وکړي. نغمې پر افغان شاعرانو هم غږ وکړ چې د کرکټ لپاره نوي شعرونه جوړ کړي چې دا او نور سندرغاړي سندرې کړي

دا هم وګورئ

که لمر مړ شي څه به وشي؟

موږ نړۍ د لمر په شاوخوا را څرخي، چې لمر وخېږي، ورځ شي، چې لمر …