کور پاڼه / لیکنې / د کترینا کیف خور بالیوډ کې لومړنی فلم ډکوي؛ چمتوالی یې ښودلی
yaran

د کترینا کیف خور بالیوډ کې لومړنی فلم ډکوي؛ چمتوالی یې ښودلی

کترینا په بالیوډ کې کټرینه کیف یوازې په دې قانع نشوه چې دې د دوی له کورنۍ یوازې همدا په بالیووډ کې کار وکړي، بلکې اوس یې هندي سینما لپاره د فلم نړۍ ته د خپلي خور د راوستلو کوښښونه هم شروغ کړي دي.

د کترینا کیف خور ایېزبیل کیف وایي، چمتو ده چې د بالیوډ په فلمونو کې رول ولوبوي.

نوموړې وایي، په خپل لومړني فلم کې د کار کولو لپاره نور انتظار نشي کولی او ژر ده چې به نوي لوبغاړي په څير په (ټایم ټو ډانس) فلم کې راښکاره شي.

د هندوستانیو اصلي ښځینه فلمي لوبغاړو سربیره په بالیوډ کې سني لیون، جیکولین فرنینډاس، نرګس فخري او کټرینا کیف هغه لوبغاړي دي چې په اوس وخت کې د هند پر سینما راج کوي.

کټرینا کیف د بالیوډ هغه کامیابه لوبغاړې ده چې په ډېرو زړونو بادشاهي کوي او په خپل فلمي ژوند کې ډېره کامیابه ده.

کترینا هغه اداکاره ده چې د بالیوډ له ټولو مشهورو ستورو سره په فلم کې کار کوي او کړی یې هم دی چې تر دې مهال یې له مشهورو ستورو سره ډېر کامیاب فلمونه هم وړاندي کړي دي.

خو دغه فلمي ستورې له تیر کال راهیسې دا هڅې پیل کړې وي، تر څو خپله خور هم د فلم نړۍ ته راولي او داسي ښکاري چې یې هڅو رنګ راوړ؛ ژر ده چې به یې خور هم په (ټایم تو ډانس) فلم کې کار وکړي.

د دغه فلم ډایریکټر اسټینلي ډی کوسټا دی، چې يې د فلم اصلي رول لپاره د کترینا کیف خور ایزابیل کیف او ادتتیا پنچولي زوی سورج پنجولي غوره کړي.

د هندې رسنیو د خبر له مخې ایزابیل کیف او سورج پنجولي دواړه به په دغه فلم کې د نڅاکوونکو رول ولري چې ایزابیل کیف به د هوټل نڅاکوونکې(Hotel Dancer) او سورج پنچولی به(street Dancer) وي.

اټکل دی چې د دغه فلم شوټینګ به را روانه اوونۍ په لندن کې شروع شي او همدغه فلم به په روان کال کې د سینما پردې ښکلي کړي.

سورج پنجولي په دغه فلم کې خپل کار کول تائید کړی او له خلکو یې غوښتي چې د ده او هيروئنې د فلم کتلو لپاره دې تیار شي.

هغه په انسټاګرام کې (ټایم ټو ډانس) فلم کې خپل شتون منلی.

خپله ایزابیل کیف وایي، بالیوډ کې د کار کولو لپاره نور انتظار نشي باسلی او د ۵۰ ورځو شوټنګ لپاره چې په لندن کې به وي په تیارۍ بوخت ده.

d

نوموړې وایي چې له صحنو ډکولو وروسته به بېرته هندوستان ته ستنه شي.

دا د ایزابیل کیف لومړنی فلم نه دی بلکې تر دې وړاندې يې په یوه کاناډایې فلم ډاکټر ګیبي کې کار کړی، خو په بالیوډ کې د ایزابیل لپاره دا لومړنۍ هڅه ده.

ایزابیل کیف د کترینا کیف کشره خور ده، په ۱۹۸۶ کال له یوه کشمیري پلار او انګریزې مور څخه پيدا شوي، تقریبا ۳۰ کاله عمر لري، تر اوسه یې واده نه دی کړی او لا هم غواړي په خپل ژوند کې یو شخصیت ولري او د خپلې مشرې خور په شان په فلمي په نړۍ کې مخکښ نوم پاتې شي.

لیکنه: ابوبکر علیزی

دا هم وګورئ

ghani

د کندوز پېښې په پلمه دې څوک ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، نه سپکوي

په دې کې شک نه شته چې د کندوز  دښت ارچي ولسوالۍ دفتاني کلي مدرسه …