کور پاڼه / خبرونه / دکندز د آبادۍ پلان جوړ شو
IMG_4827

دکندز د آبادۍ پلان جوړ شو

نن د ولایت مقام په  مشرۍ د ولایت انکشافي مجلس د کندوز ولایت لپاره د څه باندې ۴۳ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د۱۳۹۸ مالي کال انکشافي پلان جوړ او  تائید کړ.

په دغه پلان کې  د ۱۳۹۸ مالي انکشافي کال لپاره په اتو سکتورونو کې (۱۸۰) پروژې پلان شوي چې  په لومړی قدم کې به يې د څه باندې ۲۶ میلونه ډالرو په ارزښت (۱۰۰)پروژې،په دوهم قدم کې به يې د(۹) میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵ پروژوې او په دریم قدم کې به يې د اته نیم  میلیونه ډالرو په لګښت ۳۵ ټولګټې پروژې پلې شي.

په دغو پروژو کې د دولتي ادارو ودانۍ،ښوونځي،روغتونونه،سرکونه،استنادي دیوالونه ،سربندونه او ګڼې نورې  پروژې شاملې دي.چې  په تطبیق سره به يې ځوانانو ته د کارموندنې ترڅنګ د کندوز په بڼه کې مثبت بدلونونه رامنځته  شي.

په پلان کې شاملې پروژې د ولسي غوښتنو او لومړیتوبوبونو پراساس ټاکل شوي دي.د ولایت  رهبري په دغه غونډه کې یو ځل بیا دپروژو دښه تطبیق لپاره نظارت او څار اړین وباله  او ټولو سکتورې ادارو ته يې لارښوونه  وکړه چې په پرلپسې توګه اړوند برخو کې تطبیقي پروژې تر خپل نظارت لاندې وساتې او پرینږدې چې قرار دادي شرکتونه په یو او بل نوم دپروژو چارې ټکنۍ او یايي په ټيټ کیفیت ترسره کړي.

کندوز والي   له خلکووغوښتل چې دخپلو سیمو په امنیتي خوندیتوب کې په بشپړ مسؤلیت سره کار وکړي او په دې سره پرمختګونو ته زمینې برابرې کړي،ترڅوپه هر کلي او سیمه کې ټولګټې پروژې پلې شي.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …