کور پاڼه / خبرونه / درې سوه افغان پيلوټان تر روزنې لاندې دي
af

درې سوه افغان پيلوټان تر روزنې لاندې دي

د افغانستان هوايي ځواک وايي چې درې سوه افغان پيلوټان په بېلابېلو هېوادونو کې تر روزنې لاندې دي او د هغوی په راتلو سره به هوايي ځواک نور هم پیاوړی شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د هوايي ځواک يو جنرال په امريکا کې  يوې غونډې ته کړې دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له خوا د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو يو شمېر جنرالان او پوځي قوماندانان په يوه سيمينار کې د ګډون لپاره امريکا ته راغلي دي.

سرچينې زياته کړې، افغان سفارت پرون د دوى په وياړ يوه غونډه نيولې وه چې په کې يو شمېر امريکايي مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب يادې غوندې ته په وينا کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو کړنې وستايلې.

هغه په تېرو درېيو کلونو کې  د افغان ځواکونو د ظرفيتونو لوړېدو ته په اشارې سره وويل چې په ملي دفاع وزارت کې وروستي اصلاحات د دې لامل شوي چې په مختلفو برخو کې د افغان ځواکونو ظرفيتونه لوړ او د دښمن پر وړاندې جګړه ډېره اغېزناکه شي.

ډاکټر محب په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د ټولو هېوادونو ګډه جګړه وبلله او په دې برخه کې يې د افغان ځواکونو د ظرفيتونو پر لا لوړېدو ټينګار وکړ.

د افغانستان د هوايي ځواک يوه قوماندان جنرال شعيب سالارزي په خپلو خبرو کې د افغان پوځ د ظرفيتونو د لوړېدو خبر ورکړ او ويې ویل، دغو ځواکونو ګڼ شمېر هغه سيمې چې په تېرو کلونو کې له دښمن سره وې، بېرته نيولې دي.

د هغه په وينا، افغان هوايي پوځ مخ په پياوړي کېدو دی او اوسمهال درې سوه افغان پيلوټان په افغانستان، متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو کې پر زده کړو بوخت دي.

جنرال سالازى وايي چې د دوى په راتګ سره به  هوايي پوځ نور هم غښتلی شي.

د امريکا د پوځ يوه چارواکي جنرال برډن چې يادې غونډې ته راغلى و، په خپله وينا کې د افغان ځواکونو پر وروستيو پرمختګونو خوښي وښوده او ګډ کار يې اغیزمن وباله.

نوموړي په مختلفو برخو کې د افغان حکومت وروستۍ هڅې وستايلې.

د يادونې ده، یو شمېر افغان پوځيان د پي اېم ار يا د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهیز پر پروګرامونو د بيا کتنې په موخه امریکا متحدو ایالتونو ته تللي دي.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …