کور پاڼه / ځانګړي مطالب / دعجایبو وطن دی ، چي پر هره یوه ئې نړیوال فلمونه جوړیدای سي !
afghan

دعجایبو وطن دی ، چي پر هره یوه ئې نړیوال فلمونه جوړیدای سي !

دا یوه اووني کیږي چي د کندهار په هوائې ډګر کي یوه شخصي الوتکه د کابل مرکزي دولت ایساره کړې وه !
دغه شخصي الوتکه وروسته تر هغه په جنجال واوښتل چي دهوائې ډګر امریت د د پارکنګ د ټکس (مالیه ) غوښتنه وسول ځکه په ملکي ترمینل کی ولاړه وه او ګومان کیده چي د امریکایانو یا خارجي موسیساتو ته منسوبه ده کله چي د افغان ملي ځواکونو, لخوا د امریکائې نظامیانو څخه وغوښتل چي دغه الوتکه د ملکي ترمنل د پارکینګ څخه خپل نظامي ساحې ته ولیږدوي او د یوې اوونۍ ټکس ئې پرې کړي خو هلته میشت نړیوالو ځواکونو ورته وویل چي دغه الوتکه ددوی اړوند نده.

تر جنجال ورسته معلومه سول چي دغه الوتکه د کندهار د امنیه قومندان جنرال؟ رازق لخوا په خپلو پیسو ( دولتي معاش ) رانیول سوې ده او دهغه شخصي الوتکه ده .
ملي اردو ځواکونو د هوانوردی وزارت او مرکزي دولت په امر ددغه الوتکي ضبطولو امر وکړ . چي وروسته د ملي اردو او د رازق د سرحدي ځواکونوپه منځ کي شخړه د اسلحو د ګیټو تر کشېدو ورسیده.

تر پورونه د مرکزي دولت په امر ملي ځواکونو ددغه الوتکي د پرواز مخه نیولې وه خو تیر ماښام دغه الوتکه د کندهار د امنیه قومندان جنرال؟ رازق په موجودیت کي د په وچ زور د سرحدي ځواکونو چي د رازق خپل شخصي ملیشې هم دي په ملتیا د پرواز اجاره ورکول سول او الوتکه نامعلوم لور ته ولاړل .

د کندهار د ملي امنیت د هوائې ډګر یو مسول راته وویل چي دغه الوتکه د رازق ده او په میاشت کي یوځل د یوې اووني لپاره کندهار ته راځي چي د هوائې ډګر د امنیت د مسول عصمت اڅکزي په مرسته په پراخه کچه د مخدره موادود ډک کریټونو اود تورو پیسوبکسونو د انتقال لپاره کاریږي . نوموړی وائې چي تر دې مخکي هم یوځل د میدان د پخواني قومندان عبیدالله ماما د ددغه الوتکي د راتګ پر سر د رازق سره ستونزه پیدا سوې وه چي په لږ وخت کي عبیدالله ډوبۍ ته یولس میلونو ډالرو د ليږد په پلمه ونیول سوچي وروسته د رازق په شخصي زندان کي واچول سو او دنده ئې عصمت اڅکزي ته ورکول سوه چي د رازق خاص کس دي او د کندهار ولایت د مقام د تیرکال چاودني د انسجام شک پرکیږي او ددغه ځای مسولیت هم ورترغاړي و.

بلخوا د رازق یو لغړی ورور تادین بیا وائې چي دغه الوتکه ده چارتر کړې وه چي په دوبۍ کي ئې یو شمیر دوستانو ته د میوو د کریټونو ، شلومبو او تحفو د لیږد لپاره کندهار ته راوستلې وه .

په ټوله کي اوس د ملکي هوائې ډګر د امریت دفتر او چاري په زور عصمت افغان په لاس کي نیولي دي او رازق د کندهار د هوائې ډګر د امر احمدالله فیضي ( چي ددوي خپل یو بل فاسد وو او په بیخبری کي ئې مرکز په خبر کړي دی ) د وژلو کواښ کړی دي چي ولي ئې دغه رسوائې رامنځته کړې ده !
نوموړي نن دوهمه ده خپل رسمي دندي ته نه پریښول کیږي او د شاولي کرزي په کور کي پټ دی ها خوا بیا د کرزي کوتریانو اوازه ګډه کړې ده چي نوموړي ولسمشر له دندي ایسته کړي دي.

افغانان ته دي مبارک وي چي د ملي بابک تر ټولو فاسد سپي د رکشه واني څخه د الوتکي څښتن سو . چي دغه لیکنه شیر نه کړي ځکه تاسي همداسي بیده ښه یاست !

دا هم وګورئ

Untitled

ګل پاڼه :په سجدوکې مې دسولې دوعا وکړه

د پښتو ژبې مشهوره هنرمنده اوس مهال د عمرې د ترسره کولو لپاره سعودي عرب …