کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:له منبره دې د معارف دحمایت او پيآوړتیا غږ پورته شي :
IMG_4892

کندوز والي:له منبره دې د معارف دحمایت او پيآوړتیا غږ پورته شي :

کندوز والي عبدالجبار نعیمي نن د معارف دحمایت او پيآوړتیا په موخه د جوړشوي کمیسیون سره ناسته کې یو ځل دمعارف پر پياوړتیا او حمایت ټینګار وکړ،  د موظف کمیسیون غړو لومړی د ولایت رهبري ته یو په یو په دغه برخه کې دخپلو کړنو راپور وړاندې کړ،دمعارف رئیس  محمد رستم احمدي وویل((  د ښوونکو دمعاشاتوپروسه چې پيل يې له ننګونو ډک و اوس هغه ښوونکي خوښ دي چې له بانک يې خپل معاشونه اخیستي ،دښاغلي احمدي په خبره  د ښوونکو دمعاشاتو دبانکې کولو پروسه به د راتلونکو څوورځو پورې بشپړه او د ټول کندوز په سطحه به ښوونکو ته د بانک له لارې معاشونه ورکړي او په دې سره به د پراخو ضایعاتو مخه ونیول شي.))

 کندوز والي عبدالجبارنعیمي بیا وویل(( دهر کار پيل سخت وي،موږ جدي تصمیم لرو جې په هره ملي پروسه کې به مثبت بدلون او بهبود راولو،د ټولنې هر وګړی ملي مسؤلیت لري چې دمعارف دحمایت او پيآوړتیا لپاره کار وکړي.دیني علماء دې له ممبره  د اسلام مبارک دین په رڼاکې خلکو ته دپوهنې د ارزښت او ګټو په اړه روښانه پيغامونه ورکړي  او په ټول قوت سر دې ولسونه د معارف دروازې پرانستې وساتي))

کندوز والي د معارف رئیس ته لارښوونه  وکړه چې دښوونکو د معاشاتو  دبانکې کولو پروسه ژر تر ژره نهايي کړي اوڅومره چې ژر کیږي دخیالي ښوونکو نوملړ ترتیب کړي او په مرکز او ولسوالیو کې  دې خپلې ټولې شوراګانې فعالې او هم دېخلک وهڅوي چې دپوهنیزبهیر پروړاندې د هر ډول ننګونو او خنډونو په لرې کولو کې اساسي کار وکړي.

 د معارف رئیس  او موظف کمیسیون ته لارښوونه وشوه چې د معارف دحمایت او پيآوړتیا په موخه د غږیزو، ټولنیزو، انځوریزو  او چاپي رسنیو له لارې سرتاسري کمپاین پيل کړي او هم دې شتمن هېواد وال،تجاران او زمینداران وهڅوي چې دښوونځیو سره مرستې وکړي.ترڅو د یو پياوړي معارف په لرلو سره د شته تیارو ټغر ټول شي.

دا هم وګورئ

IMG_5757

کندوز دامنیت  لپاره نوي تدابیر ونیول شول

نن د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ اونیز امنیتي غونډه ترسره شوه،په  دغه غونډه …