کور پاڼه / لیکنې / له جګړې ستړي او د سولې تږي یوو
Untitled

له جګړې ستړي او د سولې تږي یوو

  له کلونو راپه دېخوا مو مشران او زعیمان د سولې په تړاو میزونه ډبوي، هر یو د سولې لپاره چغې وهي، څوک لا ورسره وژاړي او هر زعیم مو سوله ستر ارمان ګڼي، د دوی په خبره چې له زړه ورته کار کوي او پرته له سولې د حل بله لار نلري.

د جګړې ښکېلې خواوې جګړو ته د زور ورکونې ترڅنګ د سولې خبره کوي او هر یو د خپل ځان لپاره شرطونه وړاندې کوي، دا چې څومره دوی د سولې اراده لري، هغه د دوی د جګړیز حالت نه مالومیږي، چې تر اوسه یوې خواوې هم جګړه زره قدر هم درولې نه ده.

د جګړې ښکېلې خواوې هره یوه ځان په حقه ګڼې او بلې هغې ته د ناروا او د جګړې د اصلي لامل په توګه ګوته نیسي او دغه چاره د دوی د جګړې د دوام لپاره یو ښه دلیل شوی او جګړه لا دوام لري.

په دې لیکنه کې د جګړې په بهرنیو عواملو ځکه خبرې نه کوم، چې وړاندې مې په څو لیکنو کې د څارګرو ادارو کړنې، د فعالیت اساس، د دوی بې رحمانه او کرغېړنې پالیسي او د دوی د کړنلارو شیطاني څېرې په ګوته کړي دي.

دلته مې موخه دا ده، چې عام ولس تر بل هر وخت نن ورځ د سولې تږی دی، هغه چې سوله یې ريښتینی ارمان دی هغه همدغه خوار او زورېدلی ولس دی، ولس په ريښتینې توګه له جګړو ستړی شوی او د دې اوږدې جګړې غرامت یې د ژوند هر څه لولپه کړي دي.

هغه چې یواځې په ژبه د جګړې له ډګرونو او د میزونو تر شاه د سولې خبرې کوي او اراده یې هغه ډول چې په کار ده د سولې لپاره نشته؛ خو هغه چې په ريښتیني بڼه د سولې لپاره لویې قرباني ته چمتو دي هغه همدغه کړېدلی ولس دی.

نن مو کندوز کې د جګړې د ښکېلو لوریو نه د سولې د غوښتنې په پار خیمه دروله، کومه سیمه چې د پرلت لپاره ټاکل شوې وه، د کندوز چوک یوه څنډه ده، دلته ګڼه ګوڼه ځښته ډېره ده، د خېمې ودرلولو پر مهال به سپین ګیري، ځوانان او ماشومان راتاو شول، پوښتنه به یې وکړه، خیمه د څه لپاره؟

په ډېر ارام ګړدود به مې ورته وویل، سوله غواړو، د دوی په رنګ کې به مې له ورایه بدلون احساس کړ، فکر به مې وکړ چې یواځې همدې خبرې سره مې پوښتنه کونکي ته سوله ور ډالۍ کړه، دومره د خوښۍ احساس به مې د دوی په وجود کې احساس کړ، چې له ورایه به یې د خوښۍ نه په څېرې کې تغیر راغی، ویل به یې الله ته د سولې نعمت را په برخه کړې.

یوه سپین روبي راغږ کړ ای بچیه! ای ځوانه په خط نه پوهېږم دوه وارې له دغه ځایه تېر راتېر شوم؛ خو سخته سودا راغورزېدلې، دا خېمه د څه لپاره ودروئ؟ له ویالې ور واوښتم ورته مې کړه، چې اکا داخلک سوله غواړي، پرته له کوم ځنډه یې راته وویل، اه ! د سولې پسې خو زموږ سترګې ووتې، په موږ خو تېره شوه، ستاسو ارمان دې الله پوره کړي، مخ یې قبلې ته کړ، لاسونه یې لپه کړل، په لوړ غږ یې وویل، یا الله ته دې د خپل کلام په روی زموږ ماشومانو ته سوله راولې، په سترګو یې اوښکې غوټه شوې او خپله لار یې ونیوله.

هو، نن مې په ريښتیني بڼه د دې زوريدلي ولس د سولې نوم ته لېوالتیا، د دوی ژړغونی غږ کې له جګړو نه د دوی ستړیوالی او د جګړې له کرغېړن نوم نه د دوی کرکه وليده، موږ له جګړې ستړي او د سولې تږی ولس یوو او د جګړې ښکېلې خواوې دې نور په خپلو جګړییزو پالیسیو سره دې دردېلي ولس ته لا نور هم وژنې، درد او غم نه ډالۍ کوي او دوی ته دې د غم ټغر غوړېدلی نه پرېږدي؛ بلکه د دغه تغر لمن دې د سولې په نوم راټوله کړي.

نظیف الله نظیف

دا هم وګورئ

nice

که غواړئ چې ښکلې شئ  نو ….

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com