کور پاڼه / خبرونه / کندوز: په ۲۴۸ خالي بستونو به وړ او مسلکې ځوانان وګمارل شي. 
IMG_5012

کندوز: په ۲۴۸ خالي بستونو به وړ او مسلکې ځوانان وګمارل شي. 

نن په لومړي ځل په کندوز کې د ۲۴۸ خالي بستونو لپاره  له ۵۷۶۸ کسانو چې  له جملې يې ۲۵۰۱  تنه نجونې دي د کانکور په بڼه ازموینه واخیستل شوه،په همدې موخه د کندوز په پوهنتون کې جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې کندوز والي وویل (( موږ دغه ستر نوښت ستایو،په دغه کار سره به لازیات دشفافیت اصل رعایت،وړ او مسلکي ځوانان به وکولی شي چې د ازادو سیالیو له لارې ددندې ترلاسه کړي.
له دغو ځوانانو به ۲۴۸ تنه چې وړتیا وې يې تر نورو لوړې وي وکولی شي چې په یادو بستونو تقرر ترلاسه کړي.   ))
کندوز والي زیاتوله (( خوشاله شوم چې په ډیره زیاته اندازه ځوانانو په دغه ازموینه کې برخه لرله. ورځ تر بلې زموږ اساسي جوړښتونه او اساسات د لاسیستیماتیک کیدو په حال کې دي،اوس هغه وخت پای ته رسیدلی چې په واسطو،روابطو او سفارشونو به ځوانانو دندې ترلاسه کولې،اوس وخت ددې رارسیدلی چې ځوانان پرته له واسطو،روابطو او سفارشونو یوازې او یوازې د وړتیا پراساس دندې ترلاسه کړي او ګران هېواد او خلکو ته خدمت وکړي)).
کندوز والي دخپلې وینا په اوږدو  د ازموینې برخوالو ځوانانو ته په اشارې وویل (( هغه ځوانان چې په دغو سیالیو کې بریالي کیږي او دندې ترلاسه کوي،هغوی باندې غږ کوم چې په بشپړه هېوادنۍ مینه دګران هېواد او خلکو خدمت وکړي او په  پاتې ځوانانو غږ کوم چې په نورو راتلونکو پروګرامونو کې برخه واخلي او د ګران هېواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.))

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته د ولایتي شورا رئیس محمد یو سف ایوبی،د کندوز پوهنتون استاد محمد یو سف عزیزي او د کابل څخه د  راغلي هیئت په استازیتوب پوهندوی عبدالقدیر خاموش خبرې وکړې او د پروسې په بشپړ شفافیت يې ټینګار وکړ.

ښاغلي خاموش وویل ( د کانکور په بڼه د نویو ګمارنو پروسه بشپړه شفافه ده او هیچاته به په دغه ملي پروسه کې د لاس وهنې موقع او اجازه ورنکړي او یوازې به اهلیت په پام کې ونیسي.

دا هم وګورئ

IMG_0255

له کندوزه د تل پاتې سولې،یووالي او دایمي اوربند ولسي غږ پورته شو

نن په کندوز کې  دیوې پراخې ولسي غونډې له لارې چې پکې د ولایت رهبري،امنیتي …