کور پاڼه / ځانګړي مطالب / کندوز والي:د نشه يې توکیوکښت،کاروبار او کارونې  دهېوادټولنیز ثبات او نوم ته زیان رسولی
Atfal

کندوز والي:د نشه يې توکیوکښت،کاروبار او کارونې  دهېوادټولنیز ثبات او نوم ته زیان رسولی

دنشه يې توکیو پرضد مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی،نشه يې توکیو زموږټولنه ،ټولنیز ثبات ،امن او پرمختګ ته دروند زیان اړولی،د همدې بدمرغه کرکیلي،کاروبار او  قاچاق له امله سلګونه زره ځوانان معتاد او دټولنې د اوږ بار ګرځیدلي او هم د نشه يې توکیو کښت او کاروبار د امنیت او عامه نظم پروړاندې ګڼې ستونزې راولاړې کړي دي.

په خواشېنۍ شاوخوا  (( ۳۰۰۰۰ )) کسان د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې  په مخدره توکو روږدي دي، چې نږدې ۳۰  سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دنشه يې توکیو پرضد مبارزه دټولو ګډ اسلامي او ملي  مسؤلیت دی، قومي مشران، ځوانان،دیني علماء او ښوونکې دي په کلیو او بانډو کې دنشه يې توکیو په زیانونو خلک ته د اسلام مبارک دین او الهي احکامو په رڼا کې معلومات ورکړي او کورنۍ دې نه پریږدي چې ماشومان او ځوانان يې په نشه يې توکیو  روږدې شي اود کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي.

په دغه برخه کې مسؤلې ادارې  مکلفې دې چې  په کلیو او بانډو کې د عامه پوهاوي ورکشاپونه دایر او د مخدره توکیو د کښت ،کاروبار او کارونې  پرضد د مخنیوي پيغامونه ورکړې.

  دمخدره توکیو پرضد مبارزه د ملي یووالي حکومت د تګلارو په سرکې ځای لري،د تروریزم وروسته به د مخدره توکیو دکښت او کاروبار پرضد کوټلي ګامونه پورته کیږي، په دغه برخه کې دې   امنیتي او مسؤلې ادارې خپل تلاشونه زیات کړي.

په   اړوند وزارت او نړیواله ټولنه غږ کوو چې خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړي، او د نورو برخو ترڅنګ دنشه يې توکیو پر ضد دمبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې کندوز ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا هم وګورئ

Untitled

ګل پاڼه :په سجدوکې مې دسولې دوعا وکړه

د پښتو ژبې مشهوره هنرمنده اوس مهال د عمرې د ترسره کولو لپاره سعودي عرب …